
بيجنګ 17 دسمبر(اے پي پي)د پنځو لويو پرمختګ كوٶنكو هېوادونو تنظيم بركس د (اېن ډي بي) بورډ آف ډائريکټرز برازيل، روسيه او سوئيلي افريقې لپاره د 2.7 اربه ډالرو د نوې سرمايه كارۍ منصوبو منظوري وركړې ۔ د بېنك لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې د بورډ آف ډائرېكټرز 29مه غونډه تېره ورځ د وېډيو لنك د لارې وشوه چې پهكښې برازيل، روسيه او سوئيلي افريقې لپاره د 2.7 اربه ډالرو د نوې سرمايه كارۍ منصوبو منظوري وركړې شوې چې پكښې به درې منصوبې په برازيل ٬ يو په روسيه او يو په سوئيلي افريقا كښې وي