سوات اېكپرېس وے، د سيمې پرمختګ لپاره يو انقلابي اقدام

ليك : صفي الله
اېډيټر او نګران : ډاكټر ضياالرحمان

 

لارې يا سړكونه د يوې سيمې د وګرو په ژوند ژواك كښې ډېر اهميت لري ٬ دا لارې كه يو خوا د اولسونو او علاقو تر مينځه د رابطې زريعه وي او د وګړو د اقتصاد او معاش لپاره د ملا د تير حېثيت لري نو ورسره سم د يوې سيمي او وګړو خاص كلتور هم په لا شعوري او شعوري توګه رامخې ته كوي٬ هغه داسې چې د لارو مطابق وګري خپلې روزمره چارې تر سره كوي ٬ هغه كه د خپلو ضرورياتو او سهولتونو لپاره ښارونو ته ځي او د خپلو ضرورتونو كور كلي ته رارسول وي يا فصلونه منډۍ وړل وي ٬ دغسې د لاس جوړ څيزونه ٬ بهر ته د معاش او مزدورۍ لپاره وړل وي او كه د نورو سيمو د وګړو دلته د غم ښادۍ يا نورو چارو لپاره د كليو په لوري راتلل وي خو د وخت د بچت او ارام لپاره هر وخت انسان د لنډې او محفوظه لارې تكل كوي ځكه چې بغېر له دغې نه د اوږدو او سختو لارو وهل بلها مشكلات او پرېشانۍ لري۔
مشرانو به وئېل يو وخت به راځي چې د زمكې تنابونه به رالنډ شي ٬ د كلونو او مياشتو مزل به ورځو او ګهنټو ته راورسي ٬ هم دغسې اوشول او ځكه نړۍ د يو كلي شكل اختيار كړو چې فاصلې او مزلونه پاتي نه شول ۔ د جديدو لارو او هوائې مزلونو سره اوس د ټېكنالوجۍ كمال هر كار او هر څه د سترګو رپ ته راوستي او حوشحاله يا كاميابه خلق هغه څوك دي څوك چې په دغه رفتار كښې ځانله ځاے جوړ كړي يا د نړۍ په زغل كښې وروستو پاتي نشي ٬ هغه كه د هوائې سفر اسانۍ دي ٬ د سمندر دي او كه زمكيزې يا د برېښنا ليك انټر نېټ ۔۔خو ځان وړومبے او ګرندے ساتل د ژوند لپاره ضروري شرط دے۔
یه دغه لړ كښې د پاكستان وفاقي حكومت د سترو لارو په جديد ډول جوړولو له دوه درې لسيزې وړاندې ګامونه پورته كړي وو او د موټر وے په شكل كښې ئې په هېواد كښې د تند رفتاره مزل بنياد اېښودے ؤ كوم چې په اول كښې يوازې د اسلام اباد نه تر لاهور محدود ؤ خو اوس د الله تعالې په كرم دغه سترې او تندې لارې د پیښور نه واخله تر لاهور ٬ فېصل اباد ٬ ملتان ٬سكهر او تر حېدر اباد پشمول نورو سيمو پراختيا موندلې ۔ څنګه چې بره زكر اوشو چې د جديدو لارو چارو نه غېر ژوند نامكن شوے نو په دغه لړ كښې زمونږ په هېواد پاكستان كښې هم د نړۍ د ګامونو سره ګام اېښودو له او د هغوي سره په يو صف كښې اودرېدو له په هر لوري او هره سيمه كښې د سترو او تندو لارو په جوړولو كار روان دے. وفاقي حكومت كه د لويو لارو او اسانيو رسولو لپاره د څو لسيزو نه كار كوي خو اوس د صوبائې حكومتونو پام هم په صوبو كښې د ضلعو تر مينځه د لارو پراختيا ته راګرځېدلے او د خپلو صوبائې وسائلو نه كوشش كوي چې د سړكونو يا لارو جال خپور كړي ځكه چې د لارو ګودرو نه غېر د ترقۍ او خوشحالۍ خوب تعبير نشي موندلے او ځكه صوبائې حكومتونو خپلې صوبائې موټر وېز اتهارټي هم جوړې كړي . په دغه لړ كښې يوه لاره د سوات اېكسپرېس وے هم ده كومه چې د خېبر پښتونخوا حكومت جوړه كړې او كومه چې د هېواد وړومبنۍ صوبائې موټر وے هم ګڼرلې شي ٬ د دې لارې ګټه نه يوازې سوات ته رسې بلكې د نوښار نه واخله تر سوات ٬ بونير ٬ مردان ٬ ملاكنډ ٬ كوز دير٬ بره دير ٬ كوهستان ٬ چترال او د باجوړ پشمول شانګله هم د دې څخه بشپړه استعفاده كوي

.
د سوات موټروے په حقله د ملاكنډ څخه د قومي اسمبلۍ غړي او د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات لپاره د قائمه كمېټۍ چيئرمېن جنېد اكبر اے پي پي سره خپلو خبرو كښې ووئيل سوات موټروے پاكستان كښې د كوم صوبائي حكومت د موټروے جوړولو وړومبنے پراجيكټ ؤ كومه چې اوس ټرافك لپاره پرانستلې شوې۔ ده ووئيل د سوات موټروے جوړيدو سره به د ملاكنډ ډويژن د 7 ضلعو وګرو په ژوند كښې بدلون راشي او دې سره به سيمه كښې سېلګري زياته شي او خلقو ته به ورسره روزګار تر لاسه شي او خلق به د وخت سره د فيول په مد كښې هم سهولت تر لاسه كړي۔ده ووئېل دې پروجېكټ سره د پراپرټۍ په بيعه كښې ډېر فرق راغلے او انشاﺀ الله دې سره به انډسټري هم راشي۔ده ووئېل د وفاقي حكومت د چين په مرسته پېل كړې سي پېك منصوبه به هم د سيمې لپاره مرستياله وګرځي او د سيمې د خلقو په ژوند كښې به ورسره ډېر فرق رامخې ته شي او ورسره به زمونږ نور انفراسټركچر هم ترقي وكړي۔

د سوات اېكسپرېس وے د جوړولو پرېكړه په كال 2014م كښې د دسمبر په مياشت كښې د هغه وخت د تحريك انصاف د صوبائې حكومت وزيراعلٰي پروېز خټك په مشرې كښې شوې وه. د دې لويې لارې جورولو بنيادي مقصد د سفر اسانۍ راپېدا كول وو. د پښتونخواہ هائی ویز اتھارټی په توسط سره د خېبر پښتونخوا حکومت 81 کلو میټره اوږده ، تند رفتاره دوه اړخيزه ایکسپریس وے يعنې د “سوات ایکسپریس وے” جوړولو منصوبه پېل كړې وه۔ دا منصوبه د ایکسپریس وے تجارتی راهدارۍ برخه ده كومه چې د M-1 موټر وے کرنل شیر خان انټرچینج څخه پيل كيږي او په قومی ستره لاره N-45 (ملاکنډ چکدرہ) ختميږي۔ په دسمبر 2014 كښې د هغه وخت د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ پرېز خټك په مشرۍ كښې د اعلیٰ پائې يوه غونډه كښې پريكړه شوې وه چې سوات ایکسپریس وے به دا مهال دوه مخيزه وي او (2 / 2) لائنونه به لري او بيا به تر 6 لائنونو پراخه كولې شي۔ او ورله د کے پی هائی وے اتھارټی (کے پی ایچ اے) د فرنټیئر ورکس آرګنائزیشن (اېف ډبلیو او) خذمات ترلاسه كړې وو۔دغسې د اېف ډبليو او په څارنه كښې دا وړومبنۍ صوبائې اېكسپرېس وے د بشپړېدو نه پس په جزوی توګه په 3 جون 2019 ټرافك لپاره پرانستلې شوې۔ ایشین ډویلپمنټ بینك او چین د دې منصوبې لپاره بنیادی تکنیکي او مالی مرسته وركړې، دغسې سعودی عرب هم ورله موټروے لپاره مرسته كړې۔ د سوات موټروے د بنياد تېګه په 2016 كښې د کے پی حکومت اوېښودې وه چا چې په درېو كلونو كښسره ایکسپریس وے په جون 2019 كښې ټرافك لپاره پرانستلې – اوس دا موټرے تر چكدره په بشپړه توګه فعاله ده۔81 کلومیټره اوږد سړك د اېم ون کرنل شیر خان انټرچینج څخه پيل كيږي او د صوابی او مردان څخه په چکدره ختميږي۔ دا اېكسپرېس وے دوه کلومیټره نوښار څخه ٬ 18 کلومیټره صوابۍ ، 40 کلومیټره مردان څخه او 21 کلومیټره مالاکنډ څخه تيريږي ۔ دا سړك 80 میټره پلن دے او كرنل شير خان انټرچينج نه تر چكدره اوس د درېو ساعتو مزل يوازې 45 دقيقو ته راغلے۔


د سوات ايكسپريس وے په اړه د تيمرګرې پخوانې ناظم عالمزېب اېډوكېټ په خپلو خبرو كښې اے پي پي ته ووئيل د سوات موټرے جوړيدو سره ملاكنډ ډويژن ته لويه ګټه رسېدلې ٬ دې څخه وړاندې به مونږ په ملاكنډ جي ټي روډ پېښور او اسلام آباد ته تللو نو وخت به هم زيات لګيدو او دې سره سره به نورور ستونزو سره هم مخ كيدو۔ ده ووئيل سوات ايكسپريس وے سره كاروباري كسانو ته هم ګټه رسېدلې ځكه چې وړاندې به كاروباري كسانو خپل سامان په جي ټي روډ وړو راوړلو نو په هغې به خرڅ هم زيات راتللو او وخت به هم زيات لګيدو ٬ اوس د سوات موټروے لويه ګټه كاروباريانو ته رسېدلې چې په لګ وخت كښې خپل سامان وړلے راوړلے شي او خرڅ پرې هم كم راځي۔ ده ووئيل د سوات موټروے دې نه ځانله لويه ګټه د سيلګرۍ سيكټر ته هم رسېدلې ٬ د سوات موټروے سره سوات او دير كښې چې د سيل لپاره زړه راښكونكې ځايونه موجود دي ٬ دې ته په راتللو به وګړي زياتو ستونزو سره مخ كيدل خو اوس دغې ځايونو ته راتلل د اېكسپرېس وے په سبب اسان شوي ۔ ده ووئيل بايد په ټول هېواد كښې دا ډول موټرويز جوړې شي دغسې چې وګړي آسانۍ ولري او كه دا لاره تر دير او بيا چترال ورسولې شي نو دې سره به وګړو ته نورې آسانۍ هم ترلاسه شي۔

ایکسپریس وے د سوات ، كوز دير ، بره دير ، چترال ٬ شانګله ، مالاکنډ ، كوهستان ٬ باجوړ او د بونير ضلعو لپاره حوړه لار ده كومه به چې د هېواد پرمختګ كړو سيمو سره د دې وروستو پاتي سيمو شريكې رابطې زياتې كړي ځكه چې د ورځو او ګهنټو مزل اوس يو ساعت له راغلے ٬ د پورته زكر شوو ضلعو خلق د چكدرې او بټ خېلې د تنګو او ګڼې ګونې بازارونو پشمول د ملاكنډ د خطرناكو موړونو څخه د درګۍ ٬ شېرګړه ٬ تخت بهائي او د مردان د وړې او تنګې لارې اين 45 د ټرافېك د عذاب نه هم خلاص شوي او د پیښور نوښار يا د صوبې د نورو لويو ښارونو سر سره ئې اوس رابطه د وفاقي پلازمينه اسلام اباد پشمول پنډۍ ٬ هري پور ٬ اېبټ اباد ٬ بټكرام ٬ تور غر او مانسره ته هم اسانه شوې چې د هر څه نه زيات ګټور اثرات ئې د تجارت ٬ تعليم ٬ روزګار او د صحت په اړه رامخې ته شوي۔ اوس د دير او سوات خلق ښه په قلاره زړه د پیښور پشمول تر اسلام اباد تللے شي او واپس شپه خپل كور ته هم رسولے شي۔
دا خبره د ذكر وړ ده د كرنل شير خان انټرچينج سره نزدې د سي پيك اقتصادي صنعتي زون هم جوړيږي ٬ د دې اقتصادي صنعتي زون جوړېدو سره به كه يو پلو صنعونه لګيدل پيل شي نو بلخوا به دې صنعوتونو كښې جوړيدونكې څيزونو اخستلو خرڅولو سره سره كاروباري هلې ځلې هم وده ومومي۔دا اكنامك زون سي پيك منصوبې له مخې جوړيږي كوم چې د صوبې په تاريخ كښې ګن صنعتي يونټس لرونكې تر ټولو جديد او پراخه زون وي۔
سوات ايكسپريس وے د کرنال شیر خان انټرچینج څخه دھوبیان ، اسماعیله ، بخشالي ، کاټلنګ ، پلئۍ او تر چکدرہ مختلف 7 انټرچينج جوړ كړې شوي ۔ دې سره د دغه ځايونو وګړو ته په زړه پورې آسانۍ ترلاسه شوي ځكه چې دې نه وړاندې به د دغه ځائې وګړو د مردان روټ استعمالولو كوم چې يو اوږد او زړه سټرے مزل ؤ ٬ اوس د دغه سيمو خلق د پرمختګ او سوكالۍ په زغل كښې د هېواد د نورو برخو سره شامل شوي ځكه چې د دوي مېوه دانه لكه غوزان ٬ مڼې ٬ شلتالو ٬ناشپاتۍ ٬ ګنے٬ ګوړه ٬ چقندر ٬ امرود ٬ توتان٬ الوچه ٬ خوماڼۍ ٬ املوك ٬ یياز ٬ټماټر او د نورو سبزيانو پشمول ماربل او د سوات شالونه يا څادرې د پېښور نه تر اسلام اباد ښه په اسانه رسېدے شي چې ورسره په دغه سيمو كښې كاروبار زيات شوے۔د كاروبار آسانيو په اړه يو نوموړې سوداګر شفيع الله د كوز دير تعلق لرونكې اے پي پي ته ووئېل د سوات موټروے جوړيدو سره زمونږ كاروباري كسانو ډيرې آسانۍ موندي۔ ده ووئيل د سوات موټروے جوړيدو نه وړاندې به چې مونږ د ګوجرانوالې يا لاهور څخه سامان راوړلو نو مونږ به په جي ټي روډ په ملاكنډ او نورو تنګو بازارونو راتللو ٬ دغې سره به موڼږ د سامان د سلامت رارسولو يره هم لرله او د وخت زيات لګيدو سره به پرې خرڅ هم زيات راتللو ٬ اوس چې كله نه د سوات موټروے جوړه شوې نو مونږ ډيرې آسانۍ لرلي٬ يو دا چې زمونږ سامان په كم وخت كښې رارسي او بل دا چې په هغې خرڅ هم كم راځي او بيا ئې مونږ هم وګړو له په كمه بيعه وركوو دغسې د سوداګرو سره وګړو ته هم د دې ګټه رسي۔
سوات اېكسپرېس وے د ملاكنډ ٬سوات ٬ دير او چترال سره سمه د باجوړ او بونېر لپاره هم هغسې ګټوره او مهمه ده ځكه چې د دغې ضلعو تږ راتګ هم اسان شوے بل مسافت كم شوے٬ اوس په اسانه د دغه سيمو خلق او په خاص توګه ماربل د هېواد تر نورو سيمو رسېدے شي كوم به چې اول په غرئيزو او سختو لارو ډېر په اوږده راتلل۔
د سوات موټروے پرانسته د سېلګرو لپاره د آختر نه كمه خوشحالي نه ده ځكه چې سېلګري په لږ وخت او محفوظه ډول ښه په اسانۍ سره د سوات د غرونو٬ ابشارونو ٬ سيندونو او ورشوګانو نه خوندوونه اغستې شي۔ د سوات موټرے سره د اسلام آباد نه تر چكدرې مزل په دوه نيم ساعته كښې او د پېښور نه تر چكدره مزل په يو نيم ساعت كښې ترسره كيږي كوم به چې دې څخه وړاندې په 5 او درېو ساعتو كښې كيدلو۔ په دې موقع د كراچۍ څخه د سيل لپاره راغلي مشتاق عالم د سېلګرۍ په حقله اے یي پي ته ووئيل د اېكسپرېس وے چوړېدو سره وخت ٬ پېسه او صحت درې واړه بچت شوي٬ بل په زړه پورې موسم له او نورو ښكلو ځايونو له په وخت رارسوو۔

د 81 کلومیټره سوات موټروے د سفر اسانيو څخه كه د عامو وګرو سره سودادګر او سېلګري مستفيد كېږي نو بلخوا د دغه ټولو ضلعو خلق چې زياتره بهر هېوادونو سعودي عرب ٬ عرب امارات او ملائيشياﺀ ته روزګار يا مزدورۍ له ځې راځي او كوم چې هېواد ته د ترسيلات زر رالېږلو سره په ملكې معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري هغوي اوس د پیښور هوائې مېدان په ځاے د اسلام اباد هوائې مېدان څخه هم په زړه پورې استفاده كوي او د ورځې سفر په دوه درې ساعته كښې كوي۔۔په سوات موټروے د وګړو او سېلګرو آسانۍ لپاره كاټنګ انټرچينج سره نزدې د قيام او طعام ځاے هم جوړ شوے چرته چې وګړو او سېلګرو ته د ضرورت ټول څيزونه ترلاسه كيږي۔
دلته دا خبره هم د زكر وړ ده سوات موټروے جوړيدو سره د دير او سوات وګړو له يوه بله مهمه آساني د صحت په لړ كښې هم په لاس ورغلې او هغه داسې چې د دغه سيمو خلق د صحت د بهتره روغتونونو نشتوالے له امله اكثر خپل رنځوران پیښور يا مردان ته وړي كوم به چې اول د ملاكنډ غاخي د لارې وړلے شول او متعلقه روغتونو ته په رسېدو به د ډېر كرب سره مخ كېدل خو اوس دوي نه يوازې پیښور مردان ته په ډېر لږ وخت كښې ښه په اسانتيا سره رسېدے شي بلكې د اسلام اباد او پنډۍ روغتونونو او ډاكټرانو څخه هم خپل علاج معالجه كولې شي۔
سياسي ٬ كاروباري او د عامو وګرو له مخې د سوات ايكسپريس وے مواصلاتي منصوبې ګڼ اړخيزه اهميت ترمخه دا وئيلے كيدے شي چې سوات ايكسپريس وے سره په تګ راتګ كښې آسانۍ راپيدا شوې خو دې سره سره د سېلګرۍ ٬ تجارت او د تعليم پشمول بيلو څانګو كښې كوټلې اثرات لرونكې دا پروژه د سيمې سره سره د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره هم يو انقلابي اقدام دے