
انقره 17 دسمبر (اے پي پي) د تركيې صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي د ناټو د هېوادونو څخه د بندېزونو نه بلكې د مرستې هيله لرو، د امريكې لخوا په تركيه د بندېزونو په خبرو اورېدو خفه شوے يم. د تركيې صدر په خپل يو بيان كښې د امريكې او اروپائي هېوادونو لخوا په تركيه د بندېزونو په اقداماتو د ناخوښې څرګندونه كړې. ده ووئيل مونږ هيله لرو چې ناټو به د بندېزونو ملاتړ ونه كړي. ده ووئيل په تركيه بندېزونو سره مونږ د خپلې دفاع نه غافل نه شو پاتې كېدے. ممكنه بندېزونه په نظر كښې ساتلو سره ترك صدر د اولس څخه غوښتنه وكړه چې هغوي خپل بچت ترك لېرا ته منتقل كړي