واشنګټن 16 دسمبر (اے پي پي) افغان تفاهم لپاره د امريكې ځانګړي استازي زلمي خليل زاد افغان دولت او طالب استازو ته وئيلي دي بايد د افغانانو ترمېنځه د سولې مذاكرات بېرته پېل كړے شي. د امريكائي مېډيا له مخې د زلمي خليل زاد بيان په يو داسې وخت كښې راغلے كله چې په دوحه كښې سږ كال د ستمبر نه په روانو مذاكراتو كښې مشاورت لپاره افغان دولت او طالب استازو د دسمبر د 14مې نېټې څخه د درې اونيو د دمې كولو اعلان كړے او وئيلي ئې دي چې د مذاكراتو راتلونكې پړاٶ به په كال 2021م كښې د جنورې په 5مه نېټه كېږي. د امريكې ځانګړي استازي زلمي خليل زاد په خپلو ټويټونو كښې وئيلي دي د افسوس خبره دا ده چې جنګ روان دے. په داسې وخت كښۍ د سياسي تفاهم، د تشدد د كمي او په سمدستي توګه د جنګ بندۍ ضرورت دے. ده ووئيل د مذاكراتو په پېل كولو كښې بايد تاخير ونه شي. د يادونې وړ ده څو ورځې وړاندې د افغانستان اولس مشر اشرف غني وئيلي وو بايد د مذاكراتو راتلونكې پړاٶ په افغانستان كښې ترسره شي