کابل ۔13دسمبر(اے پی پی) د افغانستان پلازمينه كابل كښې د قومي پارليمان غړي ګاډې د بمي چاؤدنې د لاسه لګيدلي اور خپله ولقه كښې واخست چې په نتيجه كښې ئې دوه كسان مړه او دوره نور سخت ژوبل شول۔ په ژوبل شويو كښې د پارليماني غړي ورور هم شامل دے۔ دا پېښه د راجدهاني په خېر خانه مينا سيمه كښې رامخې ته شوه۔ د چين خبر رسنې ادارې د كابل پوليس وياند فردوس فراماراز حوالې سره د اتوار په ورځ ووئيل چې د چاؤدنې دلاسه د اېم پي محمد توفيق وحدت ګاډي ته اور ولګېدو چې په نتيجه كښې د وحدت ورور او يو بل تن ژوبل شو۔ تر آخري اطلاع راتلو كومې ډلې ددې پېښې ذمه واري قبوله كړې نه ده۔ بلخوا ريسكيو ډلې د حق رسېدليو مړي او ژوبل كسان نزدې روغتون ته منتقل كړي دي