بګوټا۔12دسمبر (اے پی پی) د تېرو 24 ساعتونو په مهال كولمبيا كښې د كورونا وائرس نور 8 زره 998 كېسونه رامخې ته شوي دي چې ورسره ګرد هېواد كښې د كورونا ځپليو شمېره 14 لکھ 8 زره 9 سوه 9 ته رسېدلې ده۔ د چين د ابلاغ ذريعو وېنا له مخې د كولمبيا د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي چې هېواد كښی نور 185 رنځوران مړ كېدو سره هېواد كښې د دې وباﺀ د لاسه د مړو مجموعي شمېره 38 زره 6 سوه 99 ته رسېدلې ده۔ د چارواكو وېنا ده چې ددې رنځ نه تر دې دمه ګرد هېواد كښې په مجموعي توګه 1.3 ملينه كسان روغ شوې هم دي۔ د كولمبيا صدر ايوان ډوكي د روغتيا اېمرجنسي كښې د راروان كال فرورۍ مياشتې تر 28 مې نېټې پراختيا كړې ده او د معيشت بحالۍ له ئې نور ګامونه پورته كړې دي