ټېكساس كښې د چورلكې پرېوتو پېښه ٬ 2 كسان مړه

هوسټن ۔12دسمبر(اے پی پی) امريكائي رياست ټېكساس كښې د چورلكې پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 2 كسان مړه شوي دي۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د ټېكساس کاونټی شیرف پیټرک ټومبس میډیا ته ووئيل چې چورلكه د فني خرابۍ له امله مچل کاونټی كښې کولوراډو سټی څخه 13 كلوميټره لرې په سوئيلي لوئيديزه سيمه كښې پرېوتو سره ويجاړه شوې ده۔ بلخوا د ټېکساس فېډرل اېوی اېشن اېډمنسټرېشن او د امريكا نېشنل ټرانسپورټېشن سېفټی بورډ د پېښې علت معلومولو له پلټنې پېل كړې دي