د كورونا وائرس زياتو شوو كيسونو له امله راروانې درې مياشتې به د امریكې د تاريخ سخ وخت وي، ډائریكټر سی ډی سی

واشنګټن11 دسمبر (اے پی پی) امریكا كښې د رنځونو كنټرول او مخنيوي مركز (سی ډی سی) ډائریكټر رابرټ ریډ فیلډ وئيلي دي د كورونا وائرس زياتو شوو كيسونو په وجه راروانې درې مياشتې به د چیلنج څخه ډكي وي۔ده ووئيل راروانې درې مياشتې به امریكې لپاره سخت وخت وي،ده ووئيل زما د ذاتی رائے له مخې دا به د هېواد د صحت په اړه د تاریخ تر ټولو مشكل وخت وي۔ده ووئيل امریكا كښې د كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي او په نړۍ كښې امريكا تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے ٬ يواځې نومبر كښې 40 لكهه څخه زيات كیسونه رپورټ شوي دي