ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس رنځورانو شمېره شپږ كروړه 85 لكه او د مړٶ شمېره د 15 لكه 63 زره نه واوړېده

واشنګټن/رېوډي جنېرو/نوے ډيلے/پېرس 09 دسمبر(اے پي پي) ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس رنځورانو شمېره شپږ كروړه 85 لكه او د مړٶ شمېره د 15 لكه 63 زره نه اوړېدلې ده٬ په ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د مړو كسانو شمېره 15 لكه 50 زره نه زياته شوې۔ د شوروپه ورځ د امريكې ميډيا له مخې په بېلا بېلو هېوادونو كښې د مرګوني وائرس ځپليو كسانو شمېره د 6 كروړه 85 لكه نه اوړېدلې ۔ د ميډيا له مخې په بېلا بېلو هېوادونو كښې د كرونا د مصدقه كېسونو شمېره 68587502 ته رسېدلې او د وائرس څخه په بېلا بېلو هېوادونو كښې د مړو كسانو شمېره1563487 ته رسېدلې ده۔ ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 19541038 ده۔ د كرونا وائرس وباء څخه تر ټولو زياته امريكا ځپلے شوے ۔ برازيل د کرونا وائرس څخه د مړو كسانو د شمېرې په لحاظ سره دوېم او د رنځورانو په لحاظ سره درېم هېواد دے او هند د كرونا وائرس د رنځورانو په اعتبار سره دوېم او د مړٶ كسانو د شمېر په اعتبار سره درېم ځپلے هېواد دے۔