ریاض 09 دسمبر (اے پی پی) خادم حرمین شریفین شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په مشرۍ كښې د کابینې آن لائن غونډه وشوه۔په غونډه كښې د کورونا وائرس په اړه په هېواد او نړيواله كچه د مرتب شوو اثراتو سره په قامي او نړيوالو چارو غور وكړے شو۔ د سعودی خبر سنې ادارې له مخې د اطلاعات لنډ مهاله وزير ډاكټر ماجد بن عبداللہ القصبی ووئيل د کابینې په غونډه كښې د فلسطین په مسئله هم د خپل اصولی موقف تائید وكړے شو په كوم چې سعودی عرب عمر له ولاړ پاتي دے۔په غونډه كښې ګډون كوونكو د دې امر باور وركړو چې د مملکت موسس شاہ عبدالعزیز دور نه تر نن د فلسطین په اړه زمونږ اصولی موقف كښې كوم بدلون نه دې راغلے۔ په غونډه كښې جاپان سره د سيلګرۍ ودې له وزير يا د هغه نائب له د خبرو اترو اختیار وركړے شو۔ د روزګار په اړه لیبر مارکیټ لپاره د كوټلې تګلارې د مرتب کولو هم منظوری وركړې شوه