نیوزی لېنډ ته د تللو نه پس د پاكستانو لوبغاړو اولنے ټرېننګ

کوئنز ټاؤن۔9 دسمبر(اے پی پی)د پاكستان كركټ لوبغاړو د نيوزي لېنډ كوئنز ټاؤن ته د رسېدو نه پس اولنے ټرېننګ سېشن پېل شوے۔ په اولني سېشن كښې لوبغاړو د لوبډلې هېډ كوچ اعجاز احمد په نګرانۍ كښې پرېكټس وكړو۔ د پاكستان كركټ لوبډلې لوبغاړي حارث سهېل وئيلي دي د 14 ورځو نه د ټرېنګ د كمي سخت احساس لرلے شو ۔ هغه ووئيل نېټ سېشن ته ټول سترګې په لار يو۔ د ټرېننګ سېشن نه وړاندې هېډ كوچ مصباح الحق لېكچر وركړو او د لوبغاړو فزيكل ډرلز او فيلډنګ ته خاص پام وكړے شو۔ بلخوا بېټنګ کوچ یونس خان نېټ كښې لوبغاړو ته ټپس وركول