د نيوزي لېنډ د كركټ لوبډلې په ضد كه د لوبې موقع په لاس راغله نو د غوره كاركردګۍ څرګندونه به وكړم. عثمان قادر

اسلام آباد 09 دسمبر(اے پی پی) د كركټ قومي لوبغاړي عثمان قادر وئيلي دي چې د نيوزي لېنډ د كركټ لوبډلې په ضد كه د لوبې موقع په لاس راغله نو د غوره كاركردګۍ څرګندونه به وكړم. په خپل وېډيو پېغام كښې قومي سپينر عثمان قادر ووئيل چې په نيوزي لېنډ كښې 14 ورځې په قرنطينه كښې پاتې كېدل ډېر مشكل كار و خو د اطمينان خبره دا ده چې هغه وخت تېر شو. ده ووئيل چې په ټي ټونټي كښې د سپېنر كردار ډېر مهم وي او كه د نيوزي لېنډ د كركټ لوبډلې په ضد د لوبې موقع په لاس راغله نو د غوره كاركردګۍ څرګندونه به وكړم.