نيوزي لېنډ كښې د 51 مسلمانانو په وژنه كښې ككړ ترهګر د پېښې نه وړاندې درې مياشتې هند كښې پاتے شوے و

ولنګټن۔8 دسمبر(اے پی پی) په نیوزی لېنډ كښې د نهې په ورځ جاري كړې شوي يو رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د كرائسټ چرچ دوه جوماتونو كښې 51 مسلمانان شهيدان كوؤنكے آسټرېلوی وګړے برېنټن ټارنټ مارچ 2019ء كښې نيوزي لېنډ كښې د رامخې ته شوې د وژنې د هېواد تر ټولو زياتې ناوړه پېښې نه وړاندې هند ته لاړو او نيوزي لېنډ ته تلو نه وړاندې هغه درې مياشتې دغلته پاتے شو۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې په 792 پاڼو مشتمل د رائل کمېشن آف انکوائری رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د سكول پرېښودو نه وروستو 30 كلن ترهګر تر كال 2012 ځائ جم كښې د يو ذاتي تربيت كار په توګه كار كولو۔ رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې هغه اول په كال 2013 كښې نيوزي لېنډ ته لاړو۔ او بيا ئې د كال 2014 نه تر 2017 د بېلو هېوادونو سفر وكړو۔ د هغه تر ټولو اوږده دوره د هند وه۔ چرته چې هغه 21 نومبر 2015 نه تر 18 فروری 2016 پاتے شو۔ د رپورټ له مخې ټارنټ ته وړاندې هم د ترهګرۍ ٬ وژنې او د اقدام قتل جرمونو كښې د ككړ كېدو له امله د ټول عمري زندان سزا اورولې شوې وه۔