پاکستان سټيزن پورټل: د مدينې د اسلامي فلاحي رياست په پلو يو قدم ، په دوه كالو كښې د 27 لكه نه زيات شكايات موصول شوي٬ د 25 لكه 95 زره 828 شكاياتو ازاله شوې

اے پي پي اردو سروس
پښتو ترجمه: جنت ګل
پاکستان سټيزن پورټل د مدينې د اسلامي فلاحي رياست په نمونه اډانه يوه داسې منصوبه ده چرته چې د خلقو ګيلې اورېدلې كېږي او د ھغې هواري لپاره په وخت عملي اقدامات كولې شي٬ وزيراعظم عمران خان د اسلامي فلاحي رياست د وژن له مخې د اولس شكايتونه په ترجيحي بنيادونو حل كولو لپاره پاکستان سټيزن پورټل د اكتوبر په 28مه نيټه كال 2018م كښې پېل كړے و. په دې پورټل اولس د خپل ذاتي او سماجي ذمه وارو احساس كولو سره شكايتونه درج كولې شي۔ په پورټل شکايت درج كولو په اړه لارښونه هم وركړې شوې ده او وړاندېزونه هم وركولې كېدې شي٬ د دې نه علاوه د بې دركه ماشومانو لټون او ماشومانو سره د بدسلوكۍ پېښو رپورټ كولو لپاره زېنب الرټ اېپ هم دې پورټل سره پېوست كړے شوے دے.
پاکستان سټيزن پورټل په دې وخت كښې د 87 هېوادنو سروس ډيليوري په کېټيګري كښې په 4646اېپس كښې په سرفهرست درې اېپس كښې شامل دے۔ د پاکستان سټيزن پورټل څخه د هېواد دننه وګړي٬ بهر هېواد كښې د پاكستان وګړي او غېر ملكيان مستفيد كېږي٬ په كال 2018م كښې د پاکستان سټيزن پورټل آفيسرز ډېش بورډز مجموعي شمېره 3796 وه كومه چې په كال 2020 كښې 8913ته ورسېده٬ په كال 2018 كښې د شكايتونو کېټيګريز 473 وې كومې چې په كال 2020 كښې زياتېدو سره 1151 ته ورسېدې دغسې په كال 2018 كښې دې پورټل يوازې د يو موبائل اېپ د لارې كار كولو خو اوس په كال 2020 كښې اېپ څلورو بېلا بېلو ذريعو سره كار كوي چې پكښې موبائل اېپ، وېب ته رسنه، کھلي کچهري او د شکايت درج كولو مېنوئل طريقه شامله ده او د دې نه علاوه په كال 2020 كښې يو هېلپ لائن هم جوړ كړے شوے دے او اوس د شكايات سېل هم دې سره تړل شوے دے۔ دغسې په دوه كالو كښې د پاکستان سټيزن پورټل کاميابۍ او د وګړو د ضرورتونو له مخې په دې كښې ځانګړې بدلون راوستل شوے. اوس دا پورټل اولس لپاره د د دوي د ګيلو هواري لپاره يو بهترين پلېټ فارم جوړ شوے دے۔
د دې پورټل د لارې د ګرد هېواد وګړي خپلې ګيلې اعلٰې چارواكو ته رسولې شي٬ د موصول شويو شكايتونو او په دې د كاروائۍ پحقله رپورټ په باقاعدګۍ سره وزيراعظم عمران خان ته وركولې كېږي چې پكښې نه يوازې د هوارو شويو ګيلو حجم په ګوته كېږي بلكې د اولس لخوا فيډ بېك هم په دې كښې شامل وي ٬ په پاکستان سټيزن پورټل تر اوسه د موصول شويو ګيلو مجموعي شمېره د 27 لکه نه زياته ده۔
د شکايتونو هواري لپاره خاص ډېش بورډز ګرد هېواد كښې جوړ كړے شوي دي. په دې وخت كښې په پنجاب كښې د ډېش بورډز مجموعي شمېره 3102 ده چې پكښې د وفاق 161 او د صوبائي حكومت 2941٬ په خېبر پښتونخوا كښې د ډيش بورډز مجموعي شمېره 2331 ده چې پكښې د صوبائي حكومت 2237 او د وفاقي حکومت 94 ، په پايه تخت اسلام آباد كښې د ډېش بورډز مجموعي شمېره 1516 چې پكښې د صوبائي حكومت32 او د وفاق1484 ډېش بورډز دي۔ په سندھ كښې د ډيش بورډز مجموعي شمېره 1229 ده چې پكښې د صوبائي حكومت 1174 او د وفاق 55٬ بلوچستان كښې د ډيش بورډز مجموعي شمېره 444 ده چې پكښې د صوبائي حکومت 428 او د وفاق 16، په آزاد جمو و کشمير كښې 174 ډيش بورډز دي چې پكښې د آزاد کشمير حکومت 29 او د وفاق 145 ډيش بورډز دي دغسې په ګلګت بلتستان كښې د ډيش بورډز شمېره 117 ده چې په كښې د ګلګت بلتستان حکومت113 او د وفاق 4 ډېش بورډز دي۔ دغسې د مجموعي ډېش بورډز شمېره 8913 ده چې پكښې د صوبائي حکومتونو پشمول د آزاد کشمير او ګلګت بلتستان د ډيش بورډز شمېره 6954 ده او د وفاق د ډيش بورډز شمېره 1959ده۔
د سرکاري ذريعو له مخې دا مهال په پورټل د رجسټرډ كسانو مجموعي شمېره 28 لکه 19 زره ده چې پكښې د سمندر پورې پاکستانيانو شمېره يو لك 70 زره او د غېر ملكي رجسټرډ كسانو شمېره 11زره ده۔ دغسې په پورټل د رجسټرډ ناريناٶ مجموعي شمېره 26لکه 26 زره ده او دا په پورټل د رجسټرډ كسانو د مجموعي شمېرې 87 فيصده دي۔ په پورټل دوه لكه زر مېرمنې رجسټرډ دي او دوي د مجموعي شمېرې 7 فيصده دي، په پورټل د 4 زره بېلا بېلو كسانو نه علاوه يو لك 69 زره داسې غړي هم دي كومو چې خپل شناخت نه دے څرګند كړے۔ په پاکستان سټيزن پورټل د پنجاب څخه د رجسټرډ كسانو شمېره 16لكه 96 زره، په خېبرپښتونخوا كښې 5لكه 16 زره، په سندھ كښې 4لكه 6 زره، په بلوچستان كښې 39 زره، په اسلام آباد كښې 37 زره، آزاد جمو و کشمير كښې 29 زره او په ګلګت بلتستان كښې 1425 كسان رجسټرډ دي۔
په پورټل په 10 سرفهرست رجسټرډ پروفېشنل كسانو كښې د زده كوٶنكو شمېره 2لكه 3 زره 959 ده، د کاروباري شخصياتو شمېره يو لك 18 زره 789، د انجينئرز شمېره 82 زره 200، د سول سرونټس شمېره 60 زره 66، د اساذانو شمېره 53 زره 703، د سماجي ورکرانو شمېره 53 زره 479، د کارپورېټ سېکټر څخه 32 زره 638 كسان، د فورسز څخه 23 زره 483، د ميډيكل څانګې څخه 14 زره 619 او په پورټل د وکيلانو شمېره 12 زره 768 ده۔
د عمر په لحاظ سره تر 20 كالو د عمر يو لك 80 زره 587 كسان په پورټل رجسټرډ دي او دوي د مجموعي شمېرې 6 فيصده دي۔ دغسې د شلو كالو نه تر 29 كاله عمر د رجسټرډ كسانو شمېره 13لكه 64 زره 196 ده او دا د مجموعي شمېرې 49 فيصده جوړېږي۔ د 30 نه تر 39 كاله د عمر كسانو شمېره 8لكه 12 زره 676 ده دا شمېره د مجموعي شمرې 29 فيصده ده۔ دغسې د 45 نه تر 49 كالو د عمر د رجسټرډ كسانو شمېره 2لكه 86 زره 123 ده او دا د مجموعي شمېرې 10 فيصده دي۔ د 50 نه تر 65 كاله د عمر يو لك 34 زره 351كسان په پورټل رجسټرډ دي او دا د مجموعي شمېرې پنځه فيصده دي او د 65 نه د زيات عمر22 زره 753 كسان په پورټل رجسټرډ دي او دا د مجموعي شمېرې يو فيصد دي۔
د تعليمي قابليت په لحاظ سره د بېچلر ډګري لرونكي يو لك زره 522 په پورټل رجسټرډ دي۔ د ماسټر ډګرۍ يو لك 35 زره 792 كسان ، د اېم اېس، پي اېچ ډي ډګرۍ لرونكي37 زره 488 كسان په پورټل رجسټرډ دي او دغسې د پوسټ ډاكټرز شمېره 1852 ده۔ په پورټل د رجسټرډ اقليتونو شمېره يو لك 1032 ده٬ په سټيزن پورټل بهر هېواد كښې مېشته تاركين وطن هم رجسټرډ دي چې مجموعي شمېره ئې تقريباً يو لك 70 زره ده پكښې د متحده عرب امارات څخه د رجسټرډ پاکستانيانو شمېره 41 زره 439، د سعودي عرب څخه37 زره 311، د برتانيه څخه 13 زره 614، امريکې څخه 5 زره 876، قطر څخه 4 زره 657، آسټراليا څخه 4 زره 591، كاناډا څخه 4 زره 232، اومان څخه 4 زره 205، د ماليزيا څخه 3 زره 516، اټاليه څخه 3 زره 75، کوېت څخه 2 زره 758، بحرېن څخه 2 زره 655 او د چين څخه 2 زره 538دي۔
په سټيزن پورټل په مجموعي توګه 27 لكه 64 زره 410 شکايتونه موصول شوي چې پكښې 25لكه 95 زره 828ګيلې هوارې كړې شوې دي او د ګيلو هوارولو شرح 94 فيصده د. د وفاقي پلازمينه څخه د موصول شويو ګيلو شمېره 13لكه 41 زره 601 ده چې پكښې 12 لكه 71 زره 614 ګيلې هوارې شوې دي، د پنجاب څخه 9 لكه 45 زره 784 شکايتونه موصول شوي دي چې پكښې 8لكه 92 زره 638 شکايتونه حل كړې شوي دي او د شكايتونو د ازالې دا شرح 94 فيصده ده۔ خېبر پښتونخوا څخه 2لكه 62 زره 917 شکايتونه موصول شوي دي چې پكښې 2 لكه 49 زره 399 شکايتونه حل كړې شوي دي او دغسې د شكايتونو د حل كولو شرح 95 فيصده ده۔ د سندھ څخه يو لك 67 زره 691ګيلې موصول شوې دي چې پكښې يو لك 43 زره 473 شکايتونه حل كړې شوي دي او د شكايتونو د حل كولو شرح 86 فيصده جوړېږي۔ د وفاقي پلازمينه څخه د موصول شويو ګيلو شمېره 22 زره 759 ده چې پكښې 17 زره 764 شکايتونه هوار شوي دي او د دې شرح 78 فيصده جوړېږي۔ د بلوچستان څخه 19 زره 618 ګېلي په پورټل موصول شوي دي چې پكښې17 زره 551 ګيلې حل شوې دي او د ګيلو د حل كولو شرح 89 فيصده ده٬ د ګلګت بلتستان څخه 3 زره 421 شکايتونه موصول شوي چې پكښې 2 زره 863 شکايتونه حل شوي دي دغسې آزاد جمو و کشمير څخه د شکايتونو شمېره 619ده چې پكښې 526 شکايتونه حل شوي دي۔
په مجموعي توګه په موصول شوي 27 لكه 64 زره شکايتونو كښې 13لكه 41 زره 601 شکايتونو تعلق د وفاقي حکومت څانګو څخه وو چې پكښې 4لكه 97 زره 758 شکايتونه د توان او پاور پحقله ،د 1لك 26 زره 667 شکايتونو تعلق تعليم او د83 زره 426 شکايتونو تعلق د بشري حقونو سره وو۔ د پنجاب څخه په موصول شوې 9لكه 45 زره 784 شکايتونو كښې د 2لكه 94 زره 735 شکايتونو تعلق ميونسپل سروسز څخه ،د 1لك 11 زره 178 شکايتونو تعلق امن و امان څخه و د 1لك 402 شکايتونو تعلق تعليم سره وو۔ د خېبر پښتونخوا څخه په موصول شوې 2لكه 62 زره 917 شکايتونو كښې د 61 زره 559 شکايتونو تعلق ميونسپل سروسز څخه ،د 50 زره 386 شکايتونو تعلق تعليم څخه او د 28 زره 584 شکايتونو تعلق د صحت څانګې سره ٶ۔ د سندھ څخه په موصول شوې 1لك 67 زره 691 شکايتونو كښې د 73 زره 575 شکايتونو تعلق ميونسپل سروسز څخه، د 1لك 71 زره 196 شکايتونو تعلق تعليم څخه٬ 15 زره 358 شکايتونو تعلق سولې ثبات سره وو۔
دغسې وفاقي پلازمينه څخه په موصول شوې 22 زره 759 شکايتونو كښې د 7 زره 587 شکايتونو تعلق ميونسپل سروسز، د 4 زره 268 تعلق د بشري حقونو او د 2 زره 567 شکايتونو تعلق لېنډ ريونيو څخه وو۔ د بلوچستان څخه په موصول شوې 19 زره 618 شكايتونو كښې د 4 زره 573 شكايتونو تعلق ميونسپل سروسز،د 3 زره 233 شكايتونو تعلق تعليم او د 2 زره 279 شكايتونو د بشري حقونو پحقله وو٬ دغسې ګلګت بلتستان څخه 3421 او آزاد جمو و کشمير څخه 619 شكايتونه د بېلا بېلو څانګو پحقله وو۔ د سمندر پورې پاکستانيانو لخوا د ترلاسه شويو شكايتونو شمېره 1لك 36 زره 392 ه ده چې پكښې يو لك 28 زره 372 شكايتونو حل كړې شوي دي۔
په دې پورټل د پسمانده طبقه په شكايتونه په ترجيحي بنيادونو کارروائي كېږي او په پاکستان سټيزن پورټل د خاص كسانو شكايتونه هم په ترجيحي بنيادونو حل كړې شوي۔ د دوه كالو په مهال د خاص كسانو لخوا يو لك 55 زره 177 شكايتونه موصول شوي چې پكښې يو لك 42 زره 365 شكايتونه حل كړې شوي۔ دغسې د اقليتونو لخوا 56 زره 627 شكايتونه موصول شوي چې پكښې 52 زره 789 شكايتونه حل كړې شوي دي۔ په پورټل د مېرمنو لخوا يو لك 80 زره 673 شكايتونه موصول شوي چې پكښې د يو لك 68 زره 299 شكايتونو ازاله شوې ده۔ د اېجډ وګړٶ لخوا 34 زره 570 ګيلې موصول شوې دي چې پكښې 31 زره 466 حل كړې شوې دي۔
په پورټل د خېبر پښتونخوا 69 زره 198 وګړٶ د شكايتونو په هواري د باور څرګندونه كړې ، پنجاب څخه 2 لكه 13 زره 815 كسانو د اطمينان څرګندونه كړې، د بلوچستان څخه 3 زره 575 كسانو او سندھ څخه 16 زره 477 كسانو د شكايتونو په هواري د اطمينان څرګندونه كړې ده۔ د اولسي رائې له مخې د خارجه چارو وزارت لپاره په مجموعي توګه 7390 فيډ بېکس موصول شوي چې پكښې 3549 كسانو د اطمينان څرګندونه كړې دغسې د اطمينان د څرګندونې شرح 48 فيصده ده۔
په پورټل د منفي فيډ بېك شكايتونو د پرائم منسټر ډيليوري يونټ جاج اخلي كه چرې شكايتونه په مېرټ نه وي حل شوي نو ھغه بيا پرانستې كېږي٬ تر دا مهال د پرائم منسټر ډيليوري يونټ لخوا يو لك 67 زره 665 شكايتونه ري اوپن كړې شوي٬ د ري اوپن كېدو نه پس 28 فيصده منفي فيډ بېك په مثبت كښې بدل شوي دي٬ په ري اوپن شوې يو لك 67 زره 665 شكايتونو كښې يو لك 53 زره 425 شكايتونه حل كړې شوي۔ په دې لړ كښې 27 زره 193 فيډ بېکس موصول شوي دي چې پكښې په زره 535 فيډ بېکس كښې د اطمينان څرګندونه شوې ده۔ د اولسي رويې نګرانۍ لپاره د شكايتونو د طريقه كار له مخې سسټم وباسلې كېږي۔ د وګړو د ذمه وارۍ انډېكس (سي آر آئي) په ځائ ساتلې كېږي۔ د شكايتونو د ختمولو بېلا بېل وجوهات وي چې پكښې د وګړو پخپل درخواست غير واضح مبهم مواد، ډپلي کېټ شكايتونه، نان اېشوز، عدالتي چارې، د سروس معاملې، د ملازمت پشمول بېلا بېلې چارې شاملې دي۔
په پاکستان سټيزن پورټل د موصول شوې شكايتونو په اولسي ګټه اهم پاليسي اصلاحات هم شوي دي چې پكښې د فنګر پرنټس ضائع شويو كسانو سهولت لپاره د اېس او پيز نفاذ شوے كوم چې د نادرا د لارې نافذ كړې شوے۔ ود هولډنګ ټېکس څخه اووسيز پاكستانو ته استثنيٰ وركړې شوې ده، په 282 شكايتونو 29 زره انټرنيز ته 941 مېليونه روپۍ واجبات ادا كړې شوي٬ د مېرمنو او معذوره كسانو سهولت لپاره د اېف پي اېس سي لخوا د امتحان مركزونه بدل كړې شوي ٬ د اووسيز پاكستانيانو د مسئلو هواري لپاره د لوړې كچې كمېټي جوړه كړې شوې، د اسلام آباد په ايکسائز ډيپارټمنټ طريقه کار اسانولو لپاره اصلاحات شوي۔ د مرګونې رنځونو درملنې لپاره پروګرام بحال كړې شوې۔
د دې پورټل د لارې په وزارتونو او ډويژنونو كښې هم اصلاحات شوي۔ 1322 چوكو لپاره د بهرتۍ قوانين جوړ كړې شوې دي كومو څخه چې به 16 زره 343 چارواكي مستفيد كېږي۔ د 3333 چارواكو د اوږدې مودې پروموشنز معاملې حل كړې شوې دي٬ د اوږدې مودې د زير التواء سنيارټيز اعلان شوې چې ورڅخه به 8384 افسران مستفيد شي۔ د وفاقي حکومت په ادارو كښې د 946 زيرالتواء ډسپلنري انکوائريز ته حتمي شکل وركړې شوے۔ 1815كسان په نورو چوكو لګولې شوي يا لرې كړې شوي٬ 6758 په خالي چوكو بهرتۍ شوې٬ د دې پورټل په ډيزائن او تياري هېڅ قسم لګښت نه دې راغلې او په دوه كاله كښې د دې پروګرام په چلولو 53 مېليونه روپۍ خرڅ شوې دي د يو شكايت په حل كولو د حكومت شل روپۍ لګېدلې دي۔
سباٶن كښې پاکستان سټيزن پورټل لا ښه كولو او د سهولت وړ جوړولو لپاره په دې كښې د لا خصوصياتو شاملولو منصوبه ده٬ په نورو وركولې كېدونكي فيچرز كښې اولسي رائې، نوټيفيکيشنز او اعلانات، د آل پاکستان فون ډائريکټري، خاص ون يونټس، کارکردګي او د آډټ نظام سره سره نور هم شامل دي۔
د پاکستان سټيزن پورټل دوه كلنې كاركردګۍ پحلقه د يوې خاص دستوره تابيه د جعمې په ورځ شوې وه۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاکستان سټيزن پورټل د مدينې رياست په پلو يو اهم قدم دے، دې سره د ادارو، بېورکرېسي او د وزرانو د كاركردګۍ په تللو كښې مرسته ترلاسه كېږي۔ د ځائي حكومتونو نوي نظام سره به انقلاب راشي او د اولس مسئلې به د ھغوي په ښارونو كښې حل كېږي۔ وزيراعظم اولس ته ووئيل چې ھغوي دې خپل ځان بااختياره جوړولو لپاره د دې پورټل زيات استعمال وكړي۔