د قومی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر په مشرۍ كښې غونډه، خېبر پښتوخوا كښې سی پیك ترمخه روانو پرووو د كار رفتار تندولو سپارښتنه

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پی پی) د قومی اسمبلۍ اسپیکر اسد قیصر په مشرۍ كښې خېبرپښتوخوا كښې سی پیك ترمخه روانو پروژو د اعلیٰ پائې غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا وزیر اعلی محمود خان، وفاقی او صوبائی وزيرانو كښې پرویز خټك، اسد عمر، علی آمین ګنډا پور٬ تیمور سلیم جګړه او اړوندو محکمو سیکترانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې خېبر پښتونخواه كښې سی پیك ترمخه روانو پروژو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په غونډه كښې سی پیك ترمخه روانو پروژې زر تر زره بشپړولو له اړوندو چارواكو د كار رفتار تندولو سپارښتنه وشوه۔ رشکئی اکنامك په پرانسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په غونډه كښې د رشکئی اکنامك زون زر تر زره پرانستې په حاجت زور راوړې شو۔ ډی آئی خان اکنامك زون هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ډی آئی خان اکنامك زون په سپیشل صنعتی زون جوړولو غور وشو۔په غونډه كښې د دفاع وزیر پرویز خټك په مشرۍ كښې اسټرنګ کمېټی جوړولو ته سلا راغله چې پكښې به علی آمین ګنډا پور، اسد عمر ٬ فیصل واډا، مراد سعید تیمور سلیم جھګړه او نرو شامل وي۔ کمېټی به په چشمه رائټ بینك کنال او چکدره هائی وے او ډی آئی خان موټر وے د کار مانیټر کوي۔ کمېټۍ كښې سی پیك ترمخه په روانو ټولو پروژو تفصیل سره خبرې اتري وشوي او د سباؤن په تګلاره غور وشو۔