وزیر اعظم عمران خان نړۍ ته کورونا وباءاثرات مخنيوي له 10 نکاتی ایجنډا وړاندې كړه

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پی پی)کورونا کووډ 19 وبا تناظر كښې د ملګرو ملتونو 31مې غونډې ته د ويډيو لنك د لارې ورچوئل خطاب کولو سره وزیراعظم عمران خان کورونا وباءاثرات مخنيوي لپاره 10 نکاتی ایجنډا وړاندې كولو سره ووئيل کورونا وباء ترختميدو دې پرمختګ كونكو هېوادونو قرضې موخر کړې شي، پسماندہ هېوادونو قرضې دې وبخښلې شي۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د زيارت په ورځ کورونا وباءاثرات جاج اخستلو او معاشی زيان ته پام لرنې كولو لپاره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ورچوئل غونډې ته ویډیو لنك د لارې خطاب کښې وكړه۔ وزیراعظم عمران خان د خپل اړخه وړندې كړې شوي ایجنډه كښې پرمختګ كونكو هېوادونو قرضو ری سټرکچرنګ غوښتنه هم وكړه، ده ووئيل 500 اربه ډالره خصوصی فنډ دې بيل كړې شي دې سره دې كم پرمختګ كونكې هېوادونو له رعایتی قرضو آسانۍ وركړې شي او دې سره سره دې په کم شرح لنډې مودې له قرضې وركړې شي۔ده ووئيل پرمختګ كښې مرستې په اړه په لوظونو دې عملدرآمد باوري كړې شي او انفراسټرکچر څانګه كښې كلن 15 کھربه ډالره سرمایه کاری دې وكړې شي، پرمختګ كونكو هېوادونو كښې موسمي بدلون لپاره دې د كال 100 اربه ډالره هدف باوري كړې شي،پرمختګ كونكو هېوادونو څخه دې د روپو غیر قانونی انخلا مخنيوي له په سمدستي توګه ګامونه پورته كړې شي۔ ده ووئيل بدعنوان سیاستمدارو او جرائم پیشه كسانو غلا شوې روپۍ دې بيرته وركړې شي اوکورونا وائرس قابو موندلو له به شريكې هڅې كول وي،معاشی امنيت او شخړو ختمولو له دې ملګري ملتونو په چارټر عملدرآمد باوري كړې شي۔ده ووئيل پاکستان کورونا وائرس په صورتحال قابو موندلو له 8 اربه روپۍ ریلیف پیکیج وركړې او سمارټ لاكډاؤن په کامیاب پالیسۍ ئې عمل کړې، کورونا وائرس له امله 15 لكهه كسان مړه شوې دي٬ بايد ټولو له ويكسين وركړې شي،په کورونا وائرس قابو موندلو له به شريكې هڅې كول وي۔ وزیراعظم ووئيل د دې خصوصی غونډې كولو په تجویز وركولو غیر وابسه ہ تحریك چیئرمېن او آذربائیجان صدر الهام علیوف مننه كوم، کورونا وباءدويم لهر د لوئ جنګ نه پس تر ټولو زيات سنګین نړيوال بحران دې، د دې وائرس له امله تقریباً 6 کروړه 50 لكهه كسان ځپلې شوي او 15 لکه څخه زيات كسان مړه شوې دي۔ده ووئيل بايد ټولو له کورونا ویکسین وركړې شي، کورونا وباء له امله د وګړو ستونزې زياتې شوي،1930ء نه پس کورونا له امله تر ټولو لوئ معاشی بدحالۍ سره مخ يو، د دې وباﺀ له امله غریب هېوادونه او ټولو هېوادونو كښې مېشته غريب كسان تر ټولو زيات ځپلې شوي۔ ده ووئيل پرمختګ كونكو هېوادونو كښې تقریباً 10 كروړه كسان د کورونا له امله لاندې سطح ته تللي شي۔ وزیراعظم ووئيل مالداره هېوادونو خپل معیشتونه سنبھالولو له 13 ټریلیونه ډالره خرڅ كړې دغسې نور هېوادونه د خپل معیشت سنبھالولو له وسائل نه لري، پرمختګ كونكې هېوادونه دوه نه تر درې ټریلیونه ډالره بندوبست نه شي كولې۔ده ووئيل پاکستان سمارټ لاك ډاؤن کامیابه پالیسۍ عمل کړې۔ ده ووئيل مونږ نه يواځې د وګړو د څان بچ كولو بلكه د غريبۍ څخه بچ كولو له ھڅې كړي او مونږ تقریباً 8 اربه ډالره ریلیف پیکیج وركړې كوم چې زمونږ د جی ډی پی تقریباً درې فیصده دې او د دې مقصد د غريبانو مرسته كول او معیشت مستحکم ساتل ؤ۔ ده ووئيل اوس مونږ د كورونا د دويم لهر سره مخ يو د كومې چې بشپړه مقابله كوو ٬ مونږ د خپل معاشی شرح نمو بحالۍ او هغه په ځائې ساتلو سره سره د کورونا رنځورانو شميره كښې زياتيدو چیلنج سره مخ يو چې له امله ئې زمونږ په روغتونونو فشار زياتيږي۔ وزیراعظم ووئيل د آئی اېم اېف منیجنګډائریکټر معاشی استحکام لپاره د زيات فنډ خرڅ كولو په حاجت زور راوړې خو زياتره پرمختګ كونكې هېوادونو په شان پاکستان آئی اېم اېف پروګرام ترمخه بجټ خساره كښې كمي لپاره ګامونه پورته كوي۔ده ووئيل زه باور لرم چې نور پرمختګ كونكې هېوادونه هم زمونږ په شان صورتحال سره مخ دي۔ده ووئيل تر اضافی سرمایې رسنه مالیاتی انتظام او شرح نمو د بحالۍ لاره ده۔ده ووئيل اپریل كښې مونږ قرضو كښې ریلیف په اړه د نړيوال اقدام اپیل کړې ؤ، مئی كښې جی ټوینټی هېوادونو د اړخه قرضومعطل کولو او دې نه پس راروان كال تر جون په دې كښې په پراختيا كولو د هغوي مننه كوو۔ ده ووئيل دې نه ځانله مونږ آئی اېم اېف او ورلډ بینك د اړخه قرضو تندۍ سره وركولو آسانيو لپاره اقدام هم ستائيو۔ده ووئيل چې څورمره روپۍ راجمع شوي ٬ د کورونا وباءاثرات مخنيوي لپاره هغه پرمختګ كونكو هېوادونو حاجتونو لپاره پوره نه دي او 5 پرمختګ كونكې هېوادونه د خپلو قرضو په اړه وړندې څخه ديواليه شوې او نور هم دغسې ديواليه كيدې شي