ډاكټر فېصل سلطان د پوليو مخنيوي 5 ورځني كمپائن پرانسته وكړه

اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) صحت لپاره د وزیر اعظم خصوصي مرستيال ډاكټر فېصل سلطان د صحت وزیر تیمور ظفر جهګړه سره نن د پولیو په ضد د پنځه ورځنی کمپاین پرانسته وكړه۔ د اطلاعاتو وزیر کامران بنګش او چیف سکریټري ډاکټر کاظم نیاز هم ورسره مل وو. د پوليو كمپائن په مهال به د 5 كالو نه د كم عمر 64 لكه كوچنيانو ته پوليو قطرې وركولې شي۔ ډاکټر فیصل سلطان ووئیل چې مونږ د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پوليو د ختمولو عزم لرؤ۔ هغه ووئيل وفاق او صوبې پوليو ختمولو له په جامع تګلاره كار كوي او پوليو ختمول زمونږ مذهبي او اخلاقي فريضه ده۔ هغه ووئيل په پاكستان او افغانستان كښې اوس هم د پوليو كېسونه رپورټ كېږي چې له امله ئې نه يوازې دا چې زمونږ كوچنيان غېر محفوظ دي بلكې د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې زمونږ وقار ته هم زيان رسي۔ ډاكټر فېصل سلطان ووئيل د اولس د ملاتړ نه غېر د پوليو په ضد جنګ ګټلے نه شؤ۔ هغه ووئيل د پوليو ختمولو له سول سوسائټي ٬ علماﺀ كرام ٬ مذهبي سكالران او ميډيا مهم كردار ترسره كولے شي