د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د 5 نورو ترهه ګرو د سولۍ كولو سزا توثيق كړه

پېنډۍ 12 مئي(اے پي پي)د د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې په ترهه ګرۍ كښې د ككړو 5 نورو ترهه ګرو د سولۍ كولو سزا توثيق كړې ده ۔ د صفوره پېښې او خير ښېګړې كار كوونكې سبين صالح په وژنه٬ كراچۍ جماعت او په قانون نافذ كوونكو اهلكارو د بريدونو په تور پوځي عدالتونو دې ترهه ګرو ته د مرګ سزا اورولې وه۔د آئي اېس پي آر له مخې د زيارت په ورځ د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د نورو 5 خطرناکو تر هه ګرو د مرګ سزا توثیق كړې ده