د اسلام آباد لوك ميله: د كلتور منظر كشي او د هنرمندانو د معاش ذريعه

ليك : محمد عامر آفريدي
اے پي پي پښتو سروس

هسې خو هر كال د وفاق د سېورې لاندې اداره لوك ورثه اسلام اباد د پاكستان څلورو واړو صوبو بشمول د ګلګت بلتستان او ازاد جمو و كشمير كلتور رامخې ته كولو لپاره د لوك مېلې تابعه كوي چې ورله د ټول هېواد نه وګړي او غېر ملكيان هم كتلو لپاره راځي ۔ د دغې كلتورې مېلې اهميت او افاديت هر څو چې مسلم دے خو سږ كال پكښې خوند رنګ د نورو كلونو په به نسبت يو په دوه ؤ ۔ هغه داسې چې دا وخت ټوله نړۍ د كورونا وباﺀ اذيت ناك صورتحال سره مخ ده او د ژوند په ټولو اړخونو لكه معيشت ٬ اقتصاد ٬ روزګار او په صحت ئې ژور اثرات مرتب شوي ٬ په داسې وضعه كښې د سېل سپاټې او كلتوري هلو ځلو ځپل كېدل ځان له يوه ستونزه ده ٬ په داسې اضطرابي كېفيت كښې د كلتوري مېلې انعقاد په خفه او خوف لرونكو زهنونو كښې يوه خوشحالي راپېدا كړې او د اسلام اباد وګرو له بلخوصوص او د هېواد لرو پرتو سيمو وګرو له بالعموم د كورونو نه د بهر وتلو او د خپل رنګا رنګ كلتور نه د خوند اغستو موقع وركړې شوې. دا لوك مېله د كورونا اېس او پيز تر مخه چې پكښې ماسك اچول لازمي وو د نومبر په 6مه نېټه پېل شوې وه او د نومبر په 15مه نېټه پاې ته ورسېده. په لوك ورثه كښې د پاكستان د څلورو واړو صوبو خېبر پښتونخوا، پنجاب، سندھ او بلوچستان سره د آزاد جمو كشمير او د ګلګت بلتستان پوېلين هم جوړ وو. په هر يو پوېلين كښې د هرې يوې سيمې كلتور سره د اړوندو څيزونو سټالونه لګولې شوي وو. په دې څيزونو كښې ځائي خوراكونه، د استعمال څيزونه او ملبوسات شامل وو. .په مېله كښې د نورو سره خېبر پښتونخوا پوېلين يو ښائسته منظر وړاندے كولو. د پوېلين په لار كښې باب خېبر جوړ كړے شوے ؤ ٬ څوك چې به پوېلين ته دننه تلل نو داسې به محسوسېده لكه چې څوك خېبر پښتونخوا ته راغلے وي او خپل ځان په پښتون كلتور كښې محسوسوي. د خېبر پښتونخوا په پوېلين كښې د بېلا بېلو څيزونو او خوراكونو سټالونه لګولے شوي وو ، د خوراك په سټالونو كښې د چپلي كباب، كابلي پلاٶ، سجي ٬ د تنور ډوډې، باربي كيو، امرسې، ځلوبۍ او قهوه شامل وه چرته چې د خلقو ګټه ګوڼه ډېره زياته وه. په نورو سټالونو كښې د چارسدې د څپلو سټال، د هزاره د پهول كارې، په لرګو د ګلكارې، د كهدر كار، د سواتي شالونو، د كاپر او براس د لوښو او د پخوانو كالو پترو سټالونه شامل وو.


كومو خلقو چې په دې مېله كښې او په خاص توګه د خېبر پښتونخوا په پوېلين كښې سټالونه لګولي وو، هغوي په دې مېله ډېر خوشحاله وو. په دوي كښې د پېښور څخه د كباب سټال لګونكې سدهېر ووئيل هغه د كال 1998م څخه په دې ميله كښې برخه اخلي او د كباب سټال لګوي. ده ووئيل دلته خلق د كباب شوق ډېر لري، زمونږ سټال ته په راتلونكو كښې د پښتنو نه علاوه د نورو سيمو خلق هم شامل وي. د كاپر او براس يو سوداګر خواجه سفر علي ﴿تعمغه امتياز﴾ هم د خېبر پښتونخوا په پوېلين كښې سټال لګولے ؤ چې پكښې ئې د پيتلو او كاپر لوښي خرڅول. ده ووئيل په اوسني دور كښې يو ځل بيا خلقو د پيتلو او كاپر لوښو ته پام راګرځولے. د ده په وېنا ډاكټران هم وائي چې خوراك د پيتلو او كاپر په لوښو كښې صحت لپاره ښه وي. ده ووئيل د ده څخه سامان او لوښي هم زياتره ډاكټران او غېر ملكيان اخلي او ډېر خلق اوس دا خوښوي.
په دې مېله كښې دستكارانو هم خپل سټالونه لګولي وو چې پكښې ډېره اسماعيل خان څخه تعلق لرونكې د كراسټېج ﴿كشيده كارې﴾ هنرمندې حميده بي بي هم خپل سټال لګولے ؤ. هغه وائي چې د كوم وخت نه دا لوك مېله لګي زه پكښې ګډون كوم. هغې ووئيل دا ميله مونږ لپاره ډېره ګټوره وي، مونږ دلته نېغ په نېغه خپل هنر خلقو ته وړاندې كولو شوو او ګټه هم كوو. دغسې د ليكر ووډ هنرمند محمد فهيم وائي په دې مېله كښې د ده نيكه ، پلار او بيا اوس هغه په خپله ګډون كوي. ده ووئيل په ميله كښې د دوي ډېر ښه كار كېږي. خلق زمونږ د لاس كار ډېر خوښوي او ملكي او غېر ملكي سېلګري زمونږ څيزونه اخلي.

په مېله كښې د چارسدې محمد كاشف د چارسدې د څپلو سټال لګولے ؤ. هغه وائي په ټول هېواد كښې د چارسدې څپلې مشهورې دي، ځكه ډېر خلق زمونږ سټال ته راځي او سودا كوي. ده ووئيل هغه د كال 2007م نه په دې مېله كښې ګډون كوي او ښه ګټھ كوي. ده ووئيل مونږ څپلې هم په مناسبه بېعه وركوو. د چارسدې يو بل اوسېدونكې محمد سعيد چې د كهډې كار كوي وائي هغه هم په دې مېله كښې د كال 2007م نه خپل سټال لګوي. هغه وائي مېله مونږ لپاره ډېره ګټوره وي ٬ مونږ په لاس جامې جوړوو او خلق ئې ډېرې خوښوي. په مېله كښې د چارسدې عمرزئې سره تعلق لرونكي د ستار هنرمند زېن الله وائي پښتانه ډېر ژوندي خلق دي، هغه چې دلته ستار غږوي نو ټول پښتانه ورته راټولېږي او ګډاګانې كوي او د ستار او موسيقې څخه ډېر خوند اخلي. په مېله كښې سرزمين خان چې د سوات اوسېدونكے و، د سوات د سلام پور شالونو سټال لګولے ؤ. هغه وائي د پنځو كلونو نه په دې مېله كښې سټال لګوم. ده ووئيل خلق د سوات شالونه ډېر خوښوي. محمد خليل چې په مېله كښې ئې د ټژپو سټال لګولے ؤ ، وائي خلق راځي او جناح كېپ، لياقت كېپ، رشيئن كېپ، تركش كېپ او چترالي پكولونه ډېر خوښوي.

څنګه چې بره زكر شوے د كورنا وائرس وبائې صورتحال د خلقو تر ډېره حده روزګار تروړلے نو په داسې وخت كښې په خاص توګه هنر مندانو لپاره د كاروبار او روزګار ماحول راجوړول ډېره لويه او ګټوره خبره وه
د خېبر پښتونخوا په پوېلين كښې د سواتي شالونو سټال لګونكي اظهر سعيد ووئېل د لوك ورثه مېله مونږ لپاره ډېره ګټوره ده. هغه وائي د لوك ورثه په دې مېله كښې به د ده نيكه سټال لګولو، هغه په حق رسېدلے او اوس زه او زما پلار په دې ځائ كښې هر كال د سواتي شالونو سټال لګوو. ده ووئيل دا لس ورځنې مېله دوي لپاره ډېره ګټوره ده، مونږ په دې سټال كښې د سوات شالونه خرڅوو كوم چې په لاس جوړ كړې شوي. ده ووئيل زمونږ په كالام او بحرېن كښې هم دوكانونه شته خو دلته چې زمونږ څومره ګټه كېږي، دومره په بل ځائ كښې په پوره كال كښې هم نه كېږي. ده ووئيل زمونږ شالونه معياري او ارزان هم دي. ده ووئيل دا شالونه د پښتنو نه علاوه غېر ملكيان او د پاكستان ټولو سيمو سره تعلق لرونكي خلق ډېر په شوق اخلي.

دا لوك مېله كه يوا خوا د ټول پاكستان كلتور رامخې ته كوي نو ورسره دا د خلقو د معاش يوه مهمه ذريعه هم ګرځېدلې . په مېله كښې د هنرمندانو خواري ځائ اونيسي او دې سره سره دا مېله د اسلام آباد اوسېدونكو او سېلګرو لپاره هم يوه نادره موقع وي چرته چې دوي د خپلې خوښې څيزونه په مناسبه بېعه ترلاسه كولې شي. مېلې له د وطنوالو سره سره د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو سېلګري هم راځي. د پولېنډ اوسېدونكې مېرمن انا وائي د پاكستان كلتور ډېر ښائسته رنګونه لري. د كال 2020م لوك ميلې ته راغلې د پولېنډ وګرې مېرمن انا ووئيل هغه په اسلام آباد كښې ډېره خوشحاله ده. هغې ووئيل زه د پاكستان كلتور كتلو لپاره د لوك ورثه دې لوك ميلې ته راغلې يم. هغه وائي د ميلې په سټالونو كښې ئې ځان لپاره ډېر څيزونه اخستي، زما په دې ميله كښې د پاكستان د هرې سيمې رنګونه ډېر خوښ شول. هغه وائي د پاكستان كلتور ډېر زړه راكښونكې دے. هغه وائي د لوك ورثه په ميله كښې ګډون كول زما لپاره ډېره ښه تجربه ده، د پاكستان كلتور ډېر ښائسته دے.

د خېبر پښتونخوا د چارسدې څخه ميلې ته راغلي يو سېلګري فياض ووئيل زه د خېبر پښتونخوا د چارسدې سيمې سره تعلق لرم، زه دلته د لوك ورثه په دې مېله كښې ګډون كولو لپاره راغلے يم. ده ووئيل دا ميله زمونږ ډېره خوښه شوه ځكه چې په دې كښې زمونږ ټول كلتور په نظر راځي. ده ووئيل چې دلته زمونږ د كلتور سره تعلق لرونكي څيزونه په مناسبه بېعه ترلاسه كېږي. ده ووئيل چې په ميله كښې هنرمندان پښتون كلتور ډېر په ښه شان وړاندے كوي. د دې نه علاوه لوك موسيقي ډېره خوندوره ده. ده ووئيل دا ډېره ګټوره ميله ده او هيله ده چې په راتلونكي وخت كښې به هم داسې مېلې كېږي. ده ووئيل زمونږ نوې كول د خپل كلتور نه ډېر لرے شوے، مونږ نن سبا په مصنوعي نړۍ كښې اوسېږو. بايد د داسې پروګرامونو او ميلو د لارې زمونږ ځوان كول د خپل كلتور نه خبر كړے شي.

د اېبټ اباد نه راغلې مېرمن منزه حيات ووئېل دا مېله ډېره په كاميابۍ روانه ده ٬ خلق په كښې خوښي لري او داسې مېلې راجوړول غواړي چې ورسره كلتور وده مومي٬ دې ووئېل دې مېلې له غېر ملكيان هم راځي او هغوي زمونږ د كلتور په ليدو ډېر خوشحاله دي او دا كلتور اوس په نړۍ كښې خورېږي۔دې ووئېل دلته د پشتون كلتور سمه عكاېي شوې او خلق ئې ډېر خوښوي ځكه چې دا يو پراخه او ډېر رنګونه لرونكے كلتور دے

په لوك مېله كښې د خېبر پښتونخوا په پوېلين كښې د موسيقې اهمتام هم شوے ؤ چرته چې خلقو د لوك موسيقې څخه خوند واخست او هنرمندانو د شائقينو څخه داد ترلاسه كړو. په لوك مېله كښې د ميوزيكل نائټ اهتمام هم شوے ؤ چې پكښې د هرې يوې صوبې لوك فنكارانو او هنرمندانو د خپل فن څرګندونه وكړه.

د لوك مېلې په وروستې ورځ يوه خاص دستوره وشوه چې پكښې هنرمندانو ته ايوارډونه او اسناد وركړے شول. په دې دستوره كښې مشر مېلمه صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ؤ چا چې د هنرمندانو د هنر ستائنه وكړه او دوي ته ئې اېوارډونه وركړل. دا ايوارډونه د ټولو صوبو او سيمو هنرمندانو ته وركړے شول. د خېبر پښتونخوا څخه په سينئر هنرمندانو كښې په وېكس پرنټنګ كښې رياض احمد، په كروشيا ورك كښې تنزيله بي بي، په كروشيا ورك كښې رمينه ناز، په مغل لېكر ورك كښې محمد وسيم، په سټون كارونګ كښې محمد الياس، په هېنډ مېډ موټفس ورك كښې حمزه حيات او په جستي ورك كښې فرزانه شاه ته ايوارډونه وركړے شول.