د وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د سینېټر سراج الحق د مور په مړينه غمرازي

اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د جماعت اسلامي پاكستان امير سینېټر سراج الحق د مور په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښی هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔