د صدر ډاکټر عارف علوي د جموں و کشمير د آزاد حكومت 73 مې تاسيس ورځې په موقعه د ګردې نړۍ كشميريانو ته مباركي

اسلام آباد۔24اکتوبر (اے پی پی) صدر مملكت ډاکټر عارف علوي د جموں و کشمير د آزاد حكومت 73 مې تاسيس ورځې په مهال د ګردې نړۍ كشميريانو ته مباركي وركړې ده۔ د خالي په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائيټ ټوئټر خپل پېغام كښی صدر مملكت ووئيل پاكستان د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له خپلو كشميري وروڼو خوېند سره ولاړ دے۔ هغه ووئیل كه لوئے څښتن ته منظور وي کشمیري وګړي به په خپله مبارزه کې بریالي شي