د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو 75مې سالګېرې په اړه خاص دستورې ته وېنا

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي ملګري ملتونه د عالمګيريت مهم مظاهر دي ٬ يو اړخيزه سوچ او زنېو فوبيا غوندې عوامل سر پورته كوي٬ په دې حالاتو كښې به مونږ له د ملګرو ملتونو د چارټر پاسدارۍ له د عزم پخلے كول وي۔ ده دا خبرې د جعمې په ورځ په خارجه وزارت كښې د ملګرو ملتونو 75مې سالګېرې په اړه خاص دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې ۔ په دستوره كښې د يو اېن ريزيډنټ کوآرډينيټر،اسلام آباد كښې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو٬ (ډپلوميټک کور)، پخوانو پاكستانو سفيرانو /خارجه سېكترانو٬ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې منير اکرم او د خارجه وزارتِ افسرانو ګډون وكړو۔ دستورې ته خارجه سېكرټري سهېل محمود استقباليه وړاندې كړې او د ملګرو ملتونو اهميت او د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې بېلا بېلو هېوادونو ته د رامخې ته چېلنجونو په اړه د ملګرو ملتونو په كردار ئې رڼا واچوله۔ په دې موقع خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي دستورې ته ووئيل د نن نه 75 كاله اګاهو٬ د دوېم ڼړيوال جنګ نه پس د راتلونكو نسلونه د جنګونو د تباهې نه ساتلو ، د بنيادي بشري حقونو پاسداري باوري كولو لپاره د دې نړيوالې ادارې ملګرو ملتونو بنېاد اېښودے شوے ؤ ٬ نن مونږ په داسې وخت كښې راغونډ يو كله چې د ملګرو ملتونو د بنيادي اصولو پاسداري خطرو سره مخ ده ، يو اړخيزه سوچ او زنيو فوبيا غوندې عوامل سر پورته كوي۔ده ووئېل مونږ له په داسې حالاتو كښې د ملګرو ملتونو د چارټر پاسدارۍ له د عزم پخلے كول دي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل ملګري ملتونه د عالمګيريت مهم مظاهر دي ٬ پاکستان د ملګرو ملتونو امن مشن كښې د مهم مرستيال په توګه شراكت داري كوي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې د پاكستان بشپړ ګډون٬ زمونږ د ملګرو ملتونو چارټر سره د كلوظ مظهر دے۔ خارجه وزير ووئيل د كال 1960 راهسې پاكستان په 46 امن مشنز كښې برخه اغستې او زمونږ 150 نه زيات مېړني پيس كيپرز شهيدان شوي ٬ د دې نه علاوه پاكستان د څلورو لسيزو راهسې د درې مېليونه افغان كډوالو كوربتوب كوي۔ خارجه وزير د هند لخوا په مقبوضه جمو و کشمير كښې د جاري بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ او د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزۍ پلو پام ګرځولو سره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو د عملدرآمد غوښتنه وكړه۔ دستورې ته د يو اېن ريزيډنټ کوآرډينيټر هم وېنا وكړه او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د كردار ئې ستائنه وكړه ۔ په دې موقع خارجه وزير د پاكستان پوسټ ډي جي سره د ملګرو ملتونو 75مې سالګېرې په مهال د ډاك ټكټ هم جاري كړو او د ملګرو ملتونو 75مې سالګېرې كېك هم پرې كړو۔ ګرانو