د نواز شریف بيرته راوستلو لپاره كه زما پخپله لندن ته د تللو حاجت پېښ شو نو ځم به

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د نواز شریف بيرته راوستلو لپاره كه زما پخپله لندن ته د تللو حاجت پېښ شو نو ځم به، اپوزیشن ټولې هڅې د این آر او اخستلو لپاره كوي كومې چې زه نه شم منلې، دغه كسان خپل ځان د قانون څخه بالاتر ګڼي، اپوزیشن 30 كلونو راهسې غلا كوي، کرپشن او ګرانۍ ختمولو له به هڅې كوو ، اسرائیل د پاکستان د بهادر پوځ څخه يريږي، د هند ميډيا د پاکستان په ضد بې بنسټه ډنډورې كوي او نواز شریف هیرو جوړول غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره خپله مركه كښې وكړه۔ده ووئيل كه زه په اقتدار كښې يم يا نه خو دا غله به چري هم اقتدار كښې راتللو ته نه پريږدم ۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل مونږ د معیشت ښه كولو لپاره ګامونه پورته كوو، کم آمدن لرونكې طبقې لپاره آسانۍ پيدا كوو، بېنكونه به پابند كولې شي چې د كورونو جوړولو لپاره په 5 فیصده شرح سود قرض وركړي ، شرح سود كه ډير زيات شي نو په 7 فیصده شرح به كورونو لپاره قرض وركوي، كه شرح سود كم شي نو كورونو لپاره به قرض كښې هم شرح سود کمولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل يواځې نواز شریف نه اسحاق ډار هم هېواد نه تښتيدلے، د شهباز شریف زوې او نواز شریف دواړه زامن تښتيدلي، هغوي يو پوائنټ ايجنډا لري چې په عمران خان فشار واچوي۔ ده ووئېل لس كاله وړاندې ما وئيلي وؤ چې دا ټول به راجمع كيږي ،زه دغه ټول پيژنم چې دوي څه وؤ او څه شول ۔ ده ووئيل نواز شریف د 30 كلونو راهسې غلا كوي هغه ته دا هم معلومه نه ده چې د څومره دولت مالك دے، حسین حقانی يو خراب انسان دے كوم چې بهر هېواد كښې د هېواد په ضد ډنډورې كوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ما له انټیلی جنس رپورټس راځي چې دغه كسان چا چا سره ملاقات كوي۔ د هند په اړه ده ووئيل هند پاکستان ته زيان رسول غواړي خو هغوي ته نه ده معلومه چې د پاكستان پوځ د نړۍ تر ښه پوځ دے او پاکستان يو اتومي هېواد دے۔ده ووئېل هند د پاکستان په ضد سازشونه كوي خو هغوي به چرې هم په خپلو ناوړو عزائمو كښې بريالي نشي۔ ده ووئيل د اپوزیشن د پوښتنو ځواب وركولو په ځائې په ما د فشار اچولو هڅې كوي، دغه كسان وائي مونږ د قانون څخه بالاتر يو، هغوي هڅې كولې چې هېواد ډیفالټ كړو دغسې چې عمران خان ئې مخ په وړاندې روان نه كړي۔ ده ووئېل شهباز شریف هېواد ته نه راتللو خو د کورونا د يرې هېواد ته راغلے ، د هغه په ضد داسې شواهد ترلاسه شوي اوس هغه نه شي بچ كيدے۔ ده ووئيل شهباز شریف په ضد ثبوت په دستاوېزي شکل كښې موجود دي، فیټف په معامله این آر او اخستلو له هغه بلیك میلنګ كولو۔ ده ووئيل كوم نواز شریف چې ناروغه ؤ هغه نن سبا بهر تللے او د هغه لور بهر تلل غواړي او سیاست کوي۔ده ووئيل د اپوزیشن په جلسو ما ګوند ته وئيلي دي چې هغوي جلسو كولو ته پريږدۍ۔ ده ووئيل مونږ هېواد په سم پلو روان كړے، مونږ 10 د اربه ډالره قرض وركوو، پی پی پی او مسلم لیګ (ن) دوه نيم اربه ډالره قرض وركولو۔ ده ووئيل د کیپټن (ر) صفدر نيول او د آئی جی تښتولو معامله يه ټژقه ده ۔ ده ووئيل اسرائیل او هند په امریکا كښې يو ځائې كار كوي، د هند ميډيا ډنډورې كوي چې عمران خان به وېستلے كيږي او نواز شريف هيرو جوړول غواړي، د هند ميډيا د پاك پوځ په ضد خبرې كوي او د نواز شریف تعریفونه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د قرض دارې په كور سمولو هم وخت لګي، 30 كلونو راهسې بیورو کریسی چې كوم ګند راجوړ كړے هغه په يوه بټن وهلو نه لرې كيږي،په دې به وخت لګي۔ ده ووئيل د پاکستان 20 اربه ډالره کرنټ اکاؤنټ خساره وه، كله چې مونږ هېواد سموو نو قام به تكليف زغمي، ټوله نړۍ كښې داسې حالات رامخې ته كيږي۔ده ووئيل د مدینې رياست د وړومبنو 5 كلونو مشاهده دې وكړې شي نو هغوي هم مشکل حالات سره مخ وو۔ پی آئی اے په اړه ده ووئيل مسلم لیګ (ن)، پاکستان پیپلز پارټې پی آئی اے كښې ګڼ كسان بهرتي كړي او دغه اداره خسارې سره مخ شوې خو نن پی آئی اے آپریټنګ ګټه كوي۔ دې نه علاوه مونږ د هند او بنګله ديش په مقابل كښې 25 فیصده ګرانه برېښنا اخلو۔ ده ووئيل مونږ بجټ كښې توازن راوستلے ۔ ده ووئيل د تولې نړۍ حساس ادارې د خپل هېواد د مشرانو حفاظت کوي ، زما او د جنرل باجوہ يو مقصد دے، د دواړو مقصد ځكه يو دے چې په وړومبي ځل سول او عسکری قیادت متحد دے۔د نواز شریف په اړه ده ووئيل مونږ هڅه كوو چې نواز شریف بيرته راولو او زندان كښې ئې واچوو، مونږ ولې د هېواد غلو له بهر تللو اجازه وركړو، كه د نواز شریف راوستلو له زما برتانيې ته د تللو حاجت پېښ شو نو پخپله به ځم او د برتانې د وزيراعظم سره به خبره كوم۔ ده ووئيل بېګم کلثوم نواز بهر راوتې وه ځكه مشرف نواز شریف پرېښودو٬ په ماضي كښې چې وكيلانو په احتجاج شول نو پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) اېن آر او واخسته۔ ده ووئيل څوك نشي وئيلې چې په اقتدار كښې د څومره وخت لپاره يم ٬ دا د الله پاك خوښه ده۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې واسطه داسې كس سره پرېوتې ده چا چې ټول ژوند يوازې مقابله كړې ، هېڅ جائيداد مې نه دې جوړ كړې نه مې كرپشن يا غلا كړې ده، زما د كورنۍ يو كس په ساست كښې نشته ٬ زه 22 كال