7 مياشتې وروسته حرم مكي كښې يو وارې بيا د جماعت لمونځ پېل شول

مکه ۔ 18 اکتوبر(اے پی پی) د کورونا وېروس له امله د اوو میاشتو وقفې وروسته په مسجد الحرام كښې د عمرې او زائرينو د هركلي دويم پړاؤ ترسېوري لاندې د اتوار په ورځ د جماعت لمونځونه يو وارې پېل شول۔ د سعودي عربستان خبري اژانس له مخې د اوږدې دمې نه وروستو حرم مكي كښې په اولني ځل د سحر لمونځ كښې لويې شمېر زائرينو ګډون وكړو۔ د حرم مكي د 75 فيصده ظرفيت له مخې اجازه نامه وركولې كېږي۔ د محدود عمرې پروګرام په دويم پړاؤ كښې 2 لكه 20 زره عمره كوؤنكي او 5 لكه 60 زره لمخونځ كوؤنكي به مسجد الحرام ته راځي۔ دويم پړاؤ به تر 14 ورځو دوام لري۔