اروپائي بانك ايران سره تجارت كولو له خپلواكه دے۔ امريكائي خارجه وزير

واشنګټن ۔ 12 مئی (اے پی پی) امريكائي خارجه وزير جان كېري وئيلي دي اروپائي بانك ايران سره تجارت كولو له خپلواكه دے۔ سي اېن اېن سره خبرو كښې جان كېري ووئيل ايران سره تجارتي لېن دېن كولو په اړه د اروپائي بانكونو اندېښنې جواز نه لري۔ ده ووئيل د ايران او فائیو پلس ون ګروپ ترمينځه د ترسره شوې اتومي لوظنامې ترسېوري لاندې د اروپائي بانكونو ايران ته په تللو كوم بندېز نشته۔