په کوسټل هائي وے ترهګري د دښمنه عناصرو بزدلانه عمل دے ۔ داخله وزير اعجاز احمد شاه

اسلام آباد 15 اکتوبر(اے پي پي) داخله وزير اعجاز احمد شاه په کوسټل هائي وے د او جي ډي سي اېل په قافله د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي د ترهګرۍ دا پېښه د دښمنه عناصرو بزدلانه عمل دے۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې اعجاز احمد شاه په پېښه كښې د 6 امنيتي اهلكارو په شهادت دوي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كښې غمژنو كورنيو سره د يوالي څرګندونه وكړه۔ ده په قېتمي ځاني زيان د غم او دړد څرګندونه كولو سره ووئيل د شرخوښو عناصرو ناوړه عزائم به كله هم كاميابېدو له ورنه كړو۔ ده ووئيل په بريد كښې د ككړو كسانو په ضد به كاروائي كولې شي او دوي به انصاف سره مخ كولے شي