اسلام آباد۔5 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ ترسېوري لاندې د روان ټي 20 كپ (فرسټ كلاس) نور دوه مېچونه نن د نهې په ورځ ملتان كركټ لوبغالي كښې كېږي۔ په اولني مېچ كښې به د خېبر پختونخوا مقابله سنټرل پنجاب او دويم مېچ كښې د بلوچستان مقابله نادرن لوبډلې سره وي۔ د ايونټ مېچونه به د روانې مياشتې 30 مې نېټې نه تر د اكتوبر مياشتې 6 مې نېټې ملتان كركټ لوبغالي كښې او د اكتوبر 9 مې نېټې نه تر 18 مې نېټې راولپنډی کرکټ لوبغالي كښې كولې شي۔ ايونټ كښې 6 لوبډلې برخه اخلي كومو كښې چې ناردرن، خېبر پختونخوا، سنټرل پنجاب، سدرن پنجاب، بلوچستان او سندھ شامل دي۔د ټورنامنت سيمي فائنل به په 17 اكتوبر او فائنل په 18 اكتوبر پنډي لوبغالي كښې كولې شي