
کابل 12 مئي(اے پي پي)افغانستان كښې د ځانمرګي بريد په ترڅ كښې دوه كسان مړه او 6 ټپيان شوي دي ۔د افغان ميډيا راپور له مخې د افغانستان په ختيز ننګرهار ولايت غني خېل سيمه كښې ځانمرګي بريد كوٶنكي امنيتي پوستې سره نزدې خپل ځان والوځلو چې په نتيجه كښې يې 2 كسان مړه او 6 ژوبل شول۔ امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كړې او پلټنې ئې پېل كړې۔د يادونې وړ ده تېره ورځ هم د ننګرهار په ګاٶنډي ولايت كښې د بريد په نيتجه كښې 11 كسان مره او 16 ټپيان شوي وو۔