د مولانا فضل الرحمان د آمدن ذريعه څه ده چې درې اربه روپۍ اثاثې لري۔سيد ذوالفقار بخاري

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی)د وزيراعظم د سمندري چارو خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري وئېلي دي د مولانا فضل الرحمان د آمدن ذريعه څه ده چې درې اربه روپۍ اثاثې لري ۔زلفي بخاري د مولانا فضل الرحمان په اړه په نېب تحقيقات كښې د هغه د اثاثو انكشاف په اړه خبره كښې وئېلي دي دا مولانا فضل الرحمان ته په كشمير كمېټۍ كښې په غلي پاتې كېدو ترلاسه شوې۔ده ووئيل په وړومبي ځل مولانا فضل الرحمان په اقتدار كښې نشته ٬ هم په دغه وجه دا ټول څيزونه رامخې ته كېږي