د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د افغان مفاهمتي كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله عبدالله سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان د افغان حكومت او اولس په مشرۍ كښې د افغان شخړی امن ناكه او د كوټلي سياسي حل ملاتړ كوي۔ده د افغان اعلٰی كچ مفاهمتي كونسل چيئرمېن عبدالله عبدالله سره خبرې كولې چا چې د ګل په ورځ خارجه وزارت كښې ده سره ملاقات كولو۔د افغان اعلٰی كچ مفاهمتي كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله عبدالله افغان امن عمل منطقي انجام ته رسولو له د پاكستان د اړخه روانې مفاهمتي هڅې وستائلې۔ډاكټر عبدالله عبدالله امن عمل كښې په مهم كردار د پاكستان قيادت مننه وكړه۔شاه محمود قرېشي ووئيل د امريكې او طالبانو ترمينځه امن لوظ نامه او د دې نه پس په دوحه كښې د افغانانانو ترمينځه خبرو اترو پھ افغانستان كښې د امن امكانات روښانه كړي۔ده ووئيل بايد د افغانستان قيادت د دې تاريخي موقعې څخه ګټه پورته كړي او افغان امن عمل منطقي انجام ته رسولو له جدي هڅې وكړي۔ده ووئيل مونږ له به په هغه عناصرو هم نظر لرل وي كوم چې په سيمه كښې امن او استحكام نه غواړي۔خارجه وزير ووئيل پاكستان د افغان كډوالو هېواد ته عزت سره ستنېدو له خوښي لري۔ده ووئيل پاكستان د افغانستان سيمه ايزې سلامتيا او خپلواكۍ احترام كوي او ګاونډيانو هېوادونو سره قوي معاشي مرستې ته د ودې وركولو خوښي لري