د تركيې صدر رجب طيب اردوان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خطاب

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي)د تركيه صدر رجب طيب اردوان يو ځل بيا د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د حل كولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي د كشمير شخړه كومه چې د سوئېلي آسيا د امن او استحكام ضمانت دے٬تر دې وخت حل شوې نه ده۔ تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته د وېنا په مهال د تركيه صدر يو ځل بيا د كشمير مسئله په نړيوال فورم پورته كولو سره ووئيل تېر كال په 5 اګست هند د يو اړخيزه اقدام ترمخه د جمو كشمير خصوصي حېثيت ختمولو دا معامله لا كړكېچنه كړې۔د تركيې صدر ووئيل مونږ د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې حل كولو مرسته كوو