ابو ظهبی ۔ 15ستمبر(اے پی پی) امارات ایئر لائن خپلوانو سره ملاوېدو او د نړۍ سېل كولو كښې مرستې له غېر ملكي طالبعلمانو لپاره سپېشل پېكج جاري كړې دې۔ د الامارات الیوم له مخې امارات ایئر به طالبعلمانو ته د رخصتيو په مهال خپلوانو سره د ملاوېدو يا سېل كولو په صورت كښې د بزنس كلاس او اكانومي كلاس په ټكټونو خاص رعايت وركوي۔ دوئي ته به د مقرره حد نه د زيات سامان اوړلو اجازه هم وي۔ دوي ته به د پرواز نېټې نه 7 ورځې وړاندې د سفر تاريخ وېړيا بدلولو آساني وركولې شي۔ دغسې طالبعلمانو سره سفر كوؤنكي خپلوان او ملګري هم دې رعايت څخه استفاده كولې شي۔ امارات ایئر خپل بيان كښې وئيلي دي چې زمونږ مشن دا دے چې د نړۍ خلق يو بل سره زيات نه زيات ملاقاتونه وكړي۔ تهذيبونه يو بل سره ګډه كړي او د يو ځائې نه بل ځائې ته لاړ شي۔