
ریو ډي جنېرو 12 مئي(اے پي پي) برازيل كښې به سږ كال په 5مه اګست ريو المپكس لوبې پېل كېږي ٬په دې لړ كښې چمتوالې نيولے شوے۔دا لوبې به د 5م اګست نه تر 21م اګست دوام لري چې پكښې د 160 څخه زياتو هېوادونو 8 زره لوبغاړي (اتهلېټس) برخه اخلي۔ په 1 يونټ لوبو كښې به د نارينه او زنانوو لوبغاړو ترمېنځه په 28 لوبو كښې 306 سيالۍ كېږي۔ برازیل د دې لوبو په كولو سختو چېلنجونو سره مخ دے او دا مهال هېواد كښې سياسي بحران هم رامخې ته دے۔