د قائد اعظم محمد علي جناح د خېبر پښتونخوا دورو تاريخي او سياسي پس منظر

ليك: ضياء الرحمان

پښتانه وائې سل دې ومري خو د سلو سر دې نه مري۔ د هر ضرب المثل په شا د زرګونو كالو تجربې او واقعات پراته وي ٬ د تاريخ جبر او رنګينو سره قدم به قدم دا هغه محسوسات او طرز عمل وي چې په رامخې ته كېدو ئې د انسان يا خو زړه غوڅيږي او يا بيا د سرور ٬ مستۍ او خوشحالۍ سبب ګرځي ۔ ځكه هر ضرب المثل په خپل ځاے د كاڼي د كرښې حېثيت لري۔ برنے متل هم د دغسې ډېرو حالاتو او واقعاتو په طفيل د كوم دانا يا د يو دېر متاثره د خولې نه راوتے حقيقت دے چې د دنيا تر ابادۍ به نه يوازې برقرار وي بلكې د وخت تېرېدو سره به لا خپل اهميت زياتوي۔

هغه ځكه چې د قامونو ٬هېوادونو او ټولنو د بربادۍ او عدم استحكام سره د پسمانده پاتې كېدو لويه وجه د قيادت بحران وي چرته چې لارښود او شمله ور نه وي هلته د ژوند مازيګري او ماښامونه بې مينې او بې شفقه وي ۔چې نتيجه ئې د اضطراب او اړي ګړي په شكل اول د كورنۍ جهګرو او نښتو په صورت رامخې ته كېږي او يا بيا د بهرنيو يرغلګرو په وړاندې سر ټيټي او د غلامې ورځې او شپې    شي  ۔ د خپلې خاورې خوشبوي  مدهم او پيكه پيكه شي او د وګرو ژوند تش په نامه ژوندون پاتې شي۔بختور وي هغه خلق چې خپل ریښتونے او زيرك قيادت يا مشران لري څوك چې په هر مشكل او سخته كښې د لارې ويستلو په چل او تږ پوهېږي۔

په برصغير د پښتنو حكومتونو او واكداريو ته چې په اخلاص وكتلے شي نو د غياث الدين سوري نه واخله ۔۔۔۔۔۔۔ تر شهاب الدين غوري پورې زمانه په  برصغير كښې د حكومت ٬ رياست او بادشاهت هغه دورونه او پړاونه دي چې مونږ ورته نه يوازې په دې منطقه كښې وړومبني مسلمانان بادشاهان وئېلې شوو بلكې باقاعده د يو سلطنت او حكومت نامه وركولے شوو ٬

د دې نه وړاندې كه هر څو د چوهانو حكومت ؤ خو په داسې جامع پېرايه نه ؤ رامخې ته چې ورسره رموز مملكت تعلق لرلو يا د وګرو د حقونو او اهميت احساس ورسره اسلامي رنګ لرلو ۔ دا ځكه چې د حالاتو مثال لاس د بري كار  ؤ  او د امن او امان سره د قانون ګرفت بيخې د نشت برابر ؤ۔هغه ېبله خبره ده چې تاريخ دا هر څه هغسې خوندي نه كړل لكه څنګه چې پكار وو۔كه د برصغير د تاريخ نه د پښتنو بادشاهانو كردار او بادشاهتونه لرے كړے شي نو د برصغير  د مسلمانانو د ژوند ژواك د معيار او مقدار په حقله شايد د تاريخ پاڼې هغسې وياړ جنې او مغروره پاتې نشي   لكه څنګه جې پكار دي ۔۔۔۔۔؟    د غزنويانو د  حملو نه پس بيا د ابراهيم لودهي هغه بادشاهت دے چې په نسبت د ماضي پكښې د رياست تصور او د امن سره د وګرو په ژوند كښې اضطراب كم ؤ خو چې كله چې ظهير الداين بابر راغلو نو د رياست تصور ورسره لا قوي شو او د نظام حكومت او قانون پلوشې تر څه حده تر نظره شوې  كومې چې ورستو د فريد خان شير شاه سوري په وخت كښې د جديد مملكت غوندې د قانون او انصاف سره سره په هر صورت د مستحكم مملكت په توګه تر ډېره وخته بلكې تر اوسه نه يوازې په دې خاروه بلكې د دنيا په تاريخ كښې جوت او روښانه انګازې دي۔ دا بېله خبره ده چې دغه اصلاحات او د رياست چارې يا د حكومت طرز چا په مستقبل كښې برقرار ونه ساتلو۔

 د اورنګزېب عالمګير د مرګ نه پس چې څه وشول هغې ته كه د تاريخ پوهه هر څه وائې خو زما په خيال د نادانۍ اسباب د مټو د زور كمېدل او د قيادت د بحران عكاسي او د خپل وجود  نه د لاس ختلو وجوهات دي۔

د اورنګزېب د مرګ نه پس چې په هندوستان كومه تياره راخوره شوه د هغې سهار په صدو صدو لرې او د ظلم او جبر په نه ختمېدونكې امتحان اډاڼه وه ٬ هر څو چې د احمد شاه د مټو زور قائم او دائم ؤ خو د عقل او ذهن په پرده داسې پردې پرتې وې چې د لارښونې او مشرانې ټول صلاحيتونه ئې مفقود كړي وو ٬ كه احمد شاه هند نه ؤ پرېښے نو شايد چې نن د تاريخ پاڼې څه بل څه وې او  ۔۔۔ ؟ خو ښكاري داسې چې فطرت د دې ځاې د خلقو بالعموم او د مسلمانانو بالخصوص په داسې حالاتو كښې تربيت مقصود ؤ چې ورسره ټول عمري د ازادۍ ٬امن خودارۍ او د مېنې هغه چاپېرچا راجوړول وو چې زوال ونه لري۔

 

د ١٠ مئې ١٨٥٧ جنګ ازادۍ شروعات د ميرټه نه شوے ؤ ٬ د لويو او ناكامه هلو ځلو نه پس په وړومبي نومبر ١٨٥٨ د وكټوريه اعلان تر مخه برصغير د برطانيې تورې تيارې او راج لاندې راغلو چې شپه ئې تر ١٤ اګست ١٩٤٧ اوږده وه۔

د  پښتانه په تاريخ چې نظر واچلې شي نو دا خبره په څو ځايه او بابه بيخې واضحه ده چې پښتانه كله هم په قلاره ناست نه دي او يا چا ارام او د امن او سكون ميوو خوړولو ته پرېښې نه دي يا د كمزورو ملاتړ له ورغلي او يا څوك زورور د خپلې يرې په دوي پسې راغلي۔  دا د تاريخ د پاڼرو جبر دے يا خپل ازلي جبلت چې فطرت ورته د غلامۍ تېرولو يا برداشت كولو چل او هنر نه دے ښودلے او شايد هم دغه د دوي د بد بختۍ يا نا قلاره ورځو شپو اسباب دي ۔

قائداعظم محمد علي جناح ٢٥ دسمبر ١٨٧٦۔۔نومبر ١٩٤٨ چې كله د سياست خار زار ته راغلو نو په وړومبي ځل ئې د ال انډيا كانګرېس پلېټ فارم  څخه په ١٩٠٦ كښې خپلې سياسي هلې ځلې پېل كرې او د ايمپېرل مشاورتې كونسل غړے جوړ شو۔ دېره لرې نه وه چې ورته د مسلمانانو د بدې ورځې او د ليډر شپ د  كمي احساس وشو او نزې اووه كاله پس په ١٠ اكتوبر١٣ ١٩  مسلم ليګ كښې شامل شو  او اګره اجلاس كښې ئې ګډون وكړو۔ په مختلفو پړاونو د راتېرېدو نه پس او د ازادۍ په هلو ځلو كښې د يو فعاله لارښود په توګه د خپلو صلاحيتونو او پوهې په زور په كال ٣٤ ١٩  دهلي كښې د ال انډيا مسلم ليګ مشري ورپغارھ شوه ۔

د دومره لوئې هېواد او اولس لارښونې له هغه كه يوه خوا هغه نه ستړې كېدونكے مبارز زړه او سينه لرله نو بلخوا د جديد تعليم او د مسلمانانو لپاره د يو جلا وطن جوړولو فكر او غم هم هغه په هره هغه لاره روان ساتلو چې كومې منزل ته رسېدونكې هم وي او د تللو جوګه هم۔ په دغه لارو كښې د بې شمېره خنډانو باوجود او د كانګرس د زورور او ګڼ ليډر شپ په وړاندې كه يوه خوا هغه حوصله نه بېلله نو مدلل او زړا راښكونكے بحث  هم د هغه امتياز ؤ ٬ هر څو چې د انګرېز سامراج په وړاندې هم هغه اقدامات او پالېسۍ وړاندې كول وو چې په هر مېدان ګتورې اومثبتې وې او د تسليمولو جوګه هم۔ د هغه د مسلمانانو د وروستو پاتې كېدو كه نور ډېر وجوهات او اسباب تر نظر لاندې  وو نو ورسره د تعليم په مېدان كښې وروستوالے تر ټولو لوي سبب ؤ۔

د قائداعظم د پېدائش نه وړاندې كه په نور برصغير كښې هر څه حالات وو خو د پښتانه په خاوره لكه د پخوا يا د استحصالي او جابره قوتونو پنجې خښېدل ناممكنه كار ؤ۔د فرسټ افغان وار٤٢ ١٨۔۔۔۔٣٩ ١٨  نه د پښتنو حجرې او جماعت باوجود د ډېرو جنګونو هغسې لكه د پير سباق د غونډې او بلاكوټ  د وينو بهېدو باوجود نه كمزورې كېدونكې خوصله لرله  او تر٤٩ ١٨ پیښور ته د انګرېزانو تر رارسېدو دغه اور د مړ كېدو نوم نه اغست۔ د جنګ ازادۍ٥٧ ١٨ د لويو او ناكامه هلو ځلو سره چې كوم بڅري د ازادۍ تر لاسه كولو لپاره په مختلفو شكلونو كښې رامخې ته شوي وؤ او خپل مقاومت او مقاميت ئې لرلو هغه  په پښتونخوا كښې د  سوات بابا جې عبدالغفور صاحب٩٣ ١٧ ۔۔٧٨ ١٨ او د هغه د مريدانو لكه سيد فضل واحد حاجي صاحب ترنګزئې٣٧ ١٩۔۔٥٤ ١٨ ٬ د انزري مولانا صاحب او هډې ملا  په قيادت كښې داسې اولسي لښكرې رامخې ته شوې چې هره كوڅه امبيله ٬ ملاكنډ او د شبقدر قلعه معلومېده۔ د دغې جنګونو او صورتحال  اندازه د چا پښتنې د خولې دې طنزيه ټپې نه ښه لكګېدې شي ٬٬

د امبېلې ګېدړ څاربه شوو

خوراك ئې څه ؤ د ګورؤو لړمونونه ۔

دغه داسې اور ؤ چې لمبې ئې د دهلي نه تر لندن رسېدلې وې ۔سمه او غر په قلار نه وو او خبره د ټوپك نه تر توب او جهازونو رسېدلې وه چې پكښې د ملاكنډ په جنګ ٩٥ ١٨ كښې ونسټن چرچل ٧٤ ١٨ ۔۔٦٥ ١٩ چې هغه وخت لفټېنټ ؤ او بيا ورستو د برطانيې د ٤٠ ١٩ نه تر ٤٥ ١٩ وزيراعظم هم پاتې شو په كتاب the Malaknd field force   لېكلو ته مجبور شو ځكه چې د تش لاسي اولس مقاومت او مذاحمت د  هغوي لپاره د فرست ورلډ وار نه پس يو بل لوئې امتحان ؤ۔

قائداعظم چې د برصغير سياست او د مسلم ليګ مشري كوله نو يقينې ده چې هغه ته به د دې هر څه ښه علم ؤ او د تاريخ او كلتور مطالعه به هم د هغه همسفر وه۔ د هغه مرام او مقصد لپاره چې كوم څه پكار وو هغه په ذهنې او نفسياتي توګه هم دلته كښې دستياب وو خو  په لار كښې ركاوټ د خان عبدالغفار خان المعروف باچا شحصيت ٬ د هغه خدائې خدمتګار تحريك ١٩٢٩او د كانګرېس ملګرتيا وه چې ورسره په بلوچستان كښې عبدالصمد خان اچكزئۍ ٬  د پنجاب د يونېنسټ پارټۍ مشر سر حضر حيات خان ټوانه او په سېنده كښې د جې ايم سېد سياسي زور او اثر و رسوخ شامل وؤ۔

قائداعظم غوښتل چې په قبائلې او سرحدي سيمه كښې مسلم ليګ خپل تنظيم وسيع او منظم كړي خو سوا د يو څو كسانو نه داسې ممكن نه وو ځكه چې يو خوا د باچا خان انتهائې منظم تحريك او بلخوا د هغه قربانۍ وركونكے لكه د غر ولاړ شخصيت ؤ چې په هيڅ رايسار نه ؤ ۔ حوصله هم وه او مقصد هم ۔۔باچا خان هم  د انګرېز غلامۍ ته په هيڅ صورت غاړھ اېښودو ته تيار نه ؤ او د ازادۍ په مبارزه كښې  نه يوازې په برصغير كښې بلكې په دنيا كښې چې چرته هم د ازادۍ په تحريكونو او قربانيو نظر واچولے شي نو باچا خان پكښې د هر چا نه زيات شوخ او وړومبے ښكاري ځكه چې د ځوانۍ  سر شاره ورځې شپې څه د بره شل كاله ئې د انګرېز د زندانونو خوراك كړي او غلامۍ ئې تسليم كړې نه ده۔

 

    دلته دا خبره هم د ياد جوګه ده چې كه يو خوا د انګريزانو خلاف د پښتانه په خاوره هر خوا ته اور لګېدلے ؤ او د رېشمي رومال تحريك٢٠۔۔۔۔١٣ ١٩ د لارې د ديوبند  علماﺀ خپلې هڅې په جدا لاره كولې نو بل پلو په١١ ١٩  كښې صاحبزاده عبدالقيوم د جارج روس كېپل د اسلاميه كالج غوندې تعليمې ادارې جوړولو لپاره سوچ فكر كولو ته راضي كولو او كوم چې هم په دغه كال  علي ګړه كالج ته د دواړو تللو په جواز عملي كېدونكے شو  ۔۔دغسې په دې لړ كښې په٢ ١اپريل١١ ١٩  صاحبزاده عبدالقيوم خان د پیښور عبدالكريم په كور يو ميټڼګ راوغوښتو او د اسلاميه كالج جوړولو لپاره پكښې صلاح مشوره وشوه۔ چې پكښې د هغه وخت نامتو شخصياتو لكه ارباب غلام حېدر خان خليل ٬ ميا رحيم شاه كاكاخېل ٬ حبيب الله خان ٬ خوشحال خان ٬ سيټهې كريم بخش او عبدالماجد خان خاص د زكر وړ دي  ۔  ميا رحيم شاه پكښې د نور څه سره د يو وارډ يا هسټل جوړولو اعلان وكړو ٬  د دير نواب د ٥ لاكه روپو ٬ پينځه كلو سرو زرو او د څلور سوه اونو وركولو اعلان دغه جذبه او ولوله لا زياته كړه ٬ د نواب خان زمان د يو لاك روپو نغدو او د پرانګو خيرالله كونډی بي بي ګل د خپلو كالو پترو وركولو ووئېل۔ دغسې د كالج زمكې اغستو لپاره د خليلو اربابانو سره خبره په ١٥٠٠٠٠وشوه او د سيد عبدالجبار شاه په لاس نظام حېدر اباد دغه روپۍ راولېږلې۔

 دا خبره هم د يادونې ده چې د كالج بنياد اېښودولو لپاره عبدالقيوم خان د حاجي صاحب ترنګزئې نامه غوره كړې وه كوم چې په دې خاوره د مدرسو جوړولو او د بدو رسمونو د خاتمې سر خېل ؤ او د دې نه يو كال وړاندې ئې هم پدغه ځائ د اسلاميه كالجېټ بنياد اېښودے ؤ ٬ خو په دغه وخت كښې د يو جنګي په حېث په هغه بندوبستي علاقې ته په راتللو بندېز ؤ  خو د عبدالقيوم خان په خاص هڅو انګرېز حكومت هغه له د اسلاميه كالج بنياد اېښودلو لپاره د يوې ورځې اجازت بندوبستي علاقې ته وركړو او دغسې د دې عظيمې درسګاه بنياد حاجي صاحب ترنګزئې په كال١٣ ١٩  كښې كېښودو كوم چې بيا ورستو په٥٠  ١٩ كښې د پیښور يونيورسټۍ جوړېدو سبب هم شو۔

د اسلاميه كالج جوړولو نه څو كلونه پس د هغه ورځې شپې وې چې د نړۍ زورورو په نړۍ  فرسټ ورلډ وار ورتپلے ؤ او په روس كښې د ١٧ ١٩  انقلاب  رامخې ته ؤ نو زمونږ په خاوره هم د ريشمې رومال٢٠ ۔۔١٣ ١٩ او خاكسار تحريك چې مشري ئې علامه عنايت الله خان كوله په٣١  ١٩ كښې رامخې ته كېدو له لارې لټولې۔

قائداعظم محمد علي جناح د انډيا اېګت٣٥ ١٩ پرونشل الېكشن كمپائن تر مخه ١٨اكتوبر٣٦ ١٩نه تر ٢٤ اكتوبر ٣٦ ١٩ د پیښور دوره كړې وه او په پیښور منډه بيرې كښې د صاحبزاده عبدالقيوم خان په كور دېره ؤ۔ چې پكښې په ١٩ اكتوبر د مسلم ازاد پارټۍ په بلنه هغه شاهي باغ پیښور كښې يوې اولسي غوندې ته خطاب وكړو او هم په دغه ورځ edwardes college  كوم چې د اسلاميه كالج جورېدو نه وړاندې د صوبې يوازنے كالج ؤ لاړو او د خپلې رائے او مطلب سره ئې د ملاقات كوونكو د خيالاتو نه ځان خبر كړو۔  ۔ بيا په سحر يعنې په ٢٠ اكتوبر اسلاميه كالج ته د خېبر يونين په خاص بلنه لاړ چرته جې ورته د خېبر يونين تا حيات ممبر شپ وركړے شو او طالبعلمانو ته ئې خطاب وكړو۔

 

د الېكشن په تيجه راتللو باوجود د دې چې پښتانه په ازادۍ مئين او د غلامۍ د ټكې سره اشنا نه دي هغوي د كانګرېس په نسبت مسلم ليګ له هيڅ اهميت ورنكړو او په صوبه كښې د باچا خان ورور ډاګتر خان صاحب حكومت رامخې ته شو ۔ كوم چې د قائداعظم او مسلم ليګ لپاره وړه خبره نه وه ۔د مسلم ليګ مقامي لارښودو او مشرانو دا خبره په شدت سره محسوس كړه چې په صوبه كښې د كانګرېس يا د باچا خان مقابلې له لارې لټول غواړي ۔۔۔

نزدې دا چې كله قائداعظم محمد علي جناح سېدان پور سرېنګر ته د پير سيد جماعت علي شاه ملاقات له لاړو څوك چې د خپل وخت ډېر مخوريز او لوي روحاني شحصيت ؤ نو هغوي ورله دا مشوره وركړه چې په سرحد كښې د كانګرېس مقابله بس يو سړے كولے شي او هغه شخصيت پير امير الحسنات د مانكې شريف دے۔دلته دا خبره هم د ياد جوګه ده چې د پير اف مانكې شريف د كورنۍ او مشرانو روحاني سلسله هم د سوات بابا جې قادريه سلسلې  ته رسېږي ۔ د پير جماعت علي شاه مقصد شايد د خوشحال خان ختګ د دغه شعر په مذداق ؤ۔۔

 چې د اوور بڅرې باد سره رفيق شي

 بيا هله كا په ملكونو لمبې بلې۔۔

دغه خبره بيا وخت تر څه حده سمه ثابت كړه چې كله په٤٥ ١٩  كښې امير الحسنات پير اف مانكې شريف مسلم ليګ كښې شامل شو او قائداعظم محمد علي جناح د هغه كور مانكې شريف نوښار ته سره د لياقت علي خان ٬ سردار عبدالرب نشتر٬ عبدالقيوم خان ٬ خان ثمين خان ٬ ميا محمد شاه پبي او د فدا محمد خان او نورو سره لاړو او په صوبه كښې ورته د مسليم ليګ د منظم كولو زمه واري ورپغاره كړې شوې ۔ دا د قائداعظم محمد علي جناح دوئمه دوره وه  د هغه وخت د اين ډبليو ايف پي چې د ٢٢ نومبر٤٥ ١٩ نه تر ٢٧ نومبر كېدونكې وه ۔ د پير صاحب شخصيت دومره مخوريز او په روحاني توګه دومره وسيع ؤ چې د لكهونو په شمېر د هغه منوونكې او  نور خلق د مسلم ليګ همنوا او هم سفر شول۔ په دغه خلقو كښې څوك چې د پير مانكې صاحب  تائېد كوونكې او مرستياله وو په هغوي كښې  د زكر وړ شخصيات دا وو سيد جماعت علي شاه ٬ مولانا شبير احمد عثماني ٬ پير مهر علي شاه ګولړوي ٬ عبدالحميد بدايوني ٬ نعيم الدين مراد ابادي ٬ پير عبدالطيف زكوړي شريف ٬ مولانا عبدالستارنيازي ٬ مولانا حضرت ګل ٬ سيد عبدالله شاه د هزارې٬مولانا مصلح الدين او مولانا ښائسته ګل شامل وو۔ په دې دوره كښې قائداعظم محمد علي جناج په لنډي كوتل ٬مردان ٬ شاهي باغ يا وزير باغ ٬ اسلاميه كالج ٬ اېډورډز كالج او مردان كښې خطابونه وكړل۔ قائداعظم  تر ٢٧ نومبر د خان بهادر محمد حسن خان په كور جې ټي روډ نشتر اباد پیښور كښې استوګن ؤ ۔ چرته د استوګنې په مهال جې د قائداعظم محافظان د اسلاميه كالج طالبعلمان او د سرحد مسلم ليګ د نېشنل ګارډ رضا كار وو۔

د اسلاميه كالج د اردو څانګې پروفيسر ډاكټر اظهار الله اظهار د اسلاميه كالج عظمت او د وقار سره د اسلاميه كالج د مجموعي تعليمي ماحول او فارغ شوو طلباﺀ  پھ حقله پھ دې ټكو د خپلو خيالاتو څرګندونه كوي

 

 

 

قائداعظم محمد علي جناح او ورسره نور شخصيات

په دغه ورځو شپو كښې چې څه موده وراندې د نړۍ دويم لوئې جنګ ختم شوے ؤ او وائسراے هند لارډ ووېول په ٢١ اګست ٤٥ ١٩ اعلان وكړو چې راروان مركزي او صوبائې الېكشن به په راتلونكې ژمي كښې كېږي نو مسلم  ليګ ورسره سم ووئېل د الېكشن مقابله به ښكاره په دوه نعرو او ايشوز اډاڼه وي هغه دا چې پاكستان د يو قام په حېث د مسلمانانو غوښتنه ده او مسلم ليګ د دې خاورې او خلقو نمائنده ګوند دے۔ هر څو چې پېر اميرالحسنات مانكې شريف خپلې سياسي هلې ځلې ښه په زور او شور سره كولې خو ظاهره ده چې تر الېكشن د هغه سره وخت دېر لږ ؤ چې په صوبه كښې يوه كمزورې پارټي په اكثريت سره رامخې ته كړي ۔د الېكشن نتيجه چې كله په مارچ كښې رامخې ته شوه نو د امكان مطابق يو ځل بيا كانګرس د مسلم ليګ د ١٧ چوكو په مقابل كښې په ٣٠  چوكو په اكثريت سره مېدان وړے ؤ ۔

   د٤٦ ١٩ نه تر ٤٧ د اين ډبليو ايف پي د يعنې د اوسنۍ خېبر پښتونخوا انتخابي تاريخ څه ناوياته غوندے دے هغه داسې جې لارډ ماونټ بېټن په مې٤٧  ١٩  كښې د برطانيې نه راستون شو او د وزيراعظم لارډ اېټلې او نورو لارښودو سره د مشاورت نه پس هند ته راغلو او ټولو لارښودو سره ئې خبرې اترې په يو مهم كانفرنس كښې وكړې چې پكښې پنډت جواهر لال نهرو ٬ قائداعظم ٬ سردار پټېل ٬ اچاريه كرپلاني ٬ لياقت علي خان ٬ سردار عبدالرب نشتر او نور شامل وؤ او پكښې په ٣ جون٤٧ ١٩  د برصغير د تقسيم منصوبه وړاندې كړې شوه نو د نورو شرائطو او فارمولې سره پكښې د اسام او اين ډليو ايف پي لپاره د ريفرنډم زكر هم شامل ؤ كوم چې په ٦ جولائې٤٧  ١٩ د پاكستان جوړېدو نه څه لږې ورځې مخكښې وكړے شو او په ٢٠ نېټه هم په دغه مياشت ئې تنيجه اعلان كرې شوه جې د سركاري رېكارډ مطابق پكښې  په ٥٧٢٧٤٨  رايو كښې پكښې ٢٨٩٤٦ د پاكستان په حق كښې او يوازې ٢٨٧٤ په منفې توګه رامخې ته شوې كومې چې ٩٨۔٠ فيصده جوړېدې او دغسې په دا صوبه هم د خپل وفاق برخه شوه او په ١٤ اګست د دنيا په نقشه يو نوے د مسلمانانو خپلواكه ملك رامخې ته شو۔

 

د پاكستان باني د پیښور دورې 1945 يو ناياب عكس

كه قيادت نه ؤ نو د برصغير تاريخ به نن مورخينو سوا د اړي ګړي او د بې سرو سامانې سره يا د كورنيو جهګرو نه نور څه لېكلو۔۔۔۔پاكستان د قائداعظم د ليډر شپ كمال او احسان دے نو نور څه دي۔۔  د رېفرنډم په دې ټولو ستړيو او هلو ځلو كښې د پېر اف مانكې شريف او د پير اف زكوړي شريف كردار ډېر مثبت  او فعاله د تاريخ كتابونو محفوظ ساتلے او ځكه ورته د فاتح رېفرنډم خطاب وركرے شوي۔

 په اخري ځل د پاكستان جورېدو نه پس قائداعظم د ګورنر جنرل په حېث په ١١ اپرېل٤٨  ١٩ پیښور ته تللے ؤ او دې دورې تر لسو ورځو دوام لرلو۔ چې پكښې د اېډورډز كالج ٬اسلاميه كالج او لواړګي پشمول هغه  د خېبر نه په ١٦ اپرېل ګومل كوهاټ ٬ بنو او ډي ائې خان ته تللے ؤ چې ورسره فاطمه جناح هم ملګرې وه د چا هر كلے جې د ډېره اسماعيل خان په هوائې مېدان د پير عبدالطيف زكوړي شريف كور ودانۍ سره د نورو ډېرو مېرمنو كړے ؤ۔دغسې د بنو ټانګ او ډېره اسماعيل خان خلق د زرګونو په شمېر سره د وزيرستان د قبائلو د خپل قائد ليدلو او اورېدو لپاره د لرې لرې نه په سائېكلو ٬ ټانګو او پېدل راغلي  وو ۔  هم په دې دوره كښې قائداعظم محمد علي جناح ته نوابزاده ولي خان  په خېبر كښې د ډالۍ په توګه د جمرود كارخانې جوړ ټوپك ٣٠٣ هم ډالۍ كړے ؤ ۔ اسلاميه كالج كښې قائداعظم پخپل خطاب كښې طالعبلمانو ته وئېلي وو  ٬٬ زما زړه غواړي چې په سرحدي صوبه كښې يو پوهنتون وي چې ترې د علم او كلتور رڼاګانې نه يوازې دلته خورې شي بلكې ټولې مېنځنې اسياﺀ ته هم ورسي٬٬

                     

د اسلاميه كالج يونيورسټۍ پیښور پرشكوھ عمارت

نوابزاده ملك ولي خان په لنډي كوتل كښې ګورنر جنرل محمد علي جناح

 ته د جمرود كارخانې جوړ ټوپك 303 ډلۍ كوي

د علم د نشوالي او پسماندګۍ احساس ؤ يا په علم مئينتيا خو قائداعظم چې كله خپل وصيت كولو نو د اسلاميه كالج مينه او حسن ئې بيا هم هېر نه كړو  او د پښتنو زامنو او مستقبل لپاره ئې پخپل جائېداد كښې د اسلاميه كالج برخه د علي ګرھ يونيورسټۍ ٬ د سنده مدرسته الاسلام  سره يو برابر يعنې دريمه برخه وساتله كومه چې بيا ورسوتو د قائداعظم ټرسټ د سورې لاندې په مختلفو قسطونو كښې وركړې شوه او د كومې ماليت چې١ ٨۔ ١٠  ملينه روپۍ ؤ۔چې پرې ورستو قائداعظم كامرس كالج  جوړ كړے شو او د كوم افتتاح چې فاطمعه جناح پخپلو لاسو  په ٢٥ اكتوبر ٦٢ ١٩ كښې وكړه۔دغسې د ملازمانو لپاره ٬ استو ګنې او د انجونو لپاره جناج كالج جوړ كړے شول ۔د دغه اخلاص بركت ؤ چې نن اسلاميه كالج په هرې چند چارسده كښې نزدې ١١٠٠ جريبه زمكه لري او د سونو په شمېر خېبر بازار او نور علاقو كښې دوكانونه ۔

          

              جناح كالج فاروومن پیښور پوهنتون

د پښتنو سره كه قائداعظم تعلق او د اسلاميه كالج سره خصوصي مينه لرله نو د پاكستان مصور او شاعر مشرق ډاكټر علامه اقبال مينه هم  پخپل ځائ لوي افتخار او وياړ دے ٬ چې قدم په قدم دا خاوره او وګري پخپلو شعرونو كښې ستائې بلكې د هر چا نه زيات زړه ته رانزدې دا خلق ګڼي ۔ كله ئې د فطرت د تفاسير ترجمان بولي او كله د اسيا د خوشحالۍ مخور۔ كله په حوشحال خان خټك په٣٤ ١٩كښې تحقيقي مقالې ليكې او كله په پنجاب يونيورسټۍ كښې خديجه فيروز الدين ته نصيحت كوي چې خپله د پي اېچ ډي تقيقي مقاله په خوشحال خان وليكه۔ كومه چې هغې بيا په ٤٢۔٤٠  ١٩  كښې وليكله او ورته پرې د پي ايچ ډي ډګري وركرې شوه او كومه چې ورستو بيا پښتو اكېډېمۍ چاپ هم كړه او د خوشحال خان خټك د باز او شهباز په اړه شعرونو نه علاوه د هغه د وصيت مفهوم پخپلو شعرونو كښې داسې بيانوي۔

 

قبائل ہوں

قبائل هوں ملت کي وحدت ميں گم                 کہ ہو نام افغانيوں کا بلند

محبت مجھے ان جوانوں سے ہے    ستاروں پہ جو ڈالتے ہيں کمند

مغل سے کسي طرح کمتر نہيں                     قہستاں کا يہ بچہء ارجمند

کہوں تجھ سے اے ہم نشيں دل کي بات          وہ مدفن ہے خوشحال خاں کو پسند

اڑا کر نہ لائے جہاں باد کوہ                        مغل شہسواروں کي گرد سمن

په مننه د اے پي پي