اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د چارسدې د تنګي تحصيل په كچرې كښې د ماتحت عدالتونو مركزي دروازې سره په دوه چاودنو كښې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي۔ د نجي ټي وي چېنل له مخې په دروازه كښې غبرګې چاودنې شوې دي او په نتيجه كښې ئې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي دي۔ پوليسو ځوابي كارروائي كولو سره يو ترهګر وژلې دے او بل ځانمرګي بريد كوونكي خپل …
د چارسدې د تنګي تحصيل په كچرې كښې د ماتحت عدالتونو مركزي دروازې سره په دوه چاودنو كښې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي
اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د چارسدې د تنګي تحصيل په كچرې كښې د ماتحت عدالتونو مركزي دروازې سره په دوه چاودنو كښې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي۔ د نجي ټي وي چېنل له مخې په دروازه كښې غبرګې چاودنې شوې دي او په نتيجه كښې ئې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي دي۔ پوليسو ځوابي كارروائي كولو سره يو ترهګر وژلې دے او بل ځانمرګي بريد كوونكي خپل ځان په چاودنه الوزولې۔ امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كولو سره كارروائي پېل كړې۔ د چارسدې ډپټي كمشنر له مخې ترهګر عدالت ته په ننوتلو كښې نه دي بريالي شوي۔









