اسلام آباد ۔ 20 فروری (اے پی پی) د بي آئي اېس پي چيئرپرسن او د قامي اسمبلۍ غړې ماروي مېمن د ګل په ورځ كېچ كښې د يوې اولسي غونډې په مهال د ټولو سټېك هولډرز په موجودګۍ كښې د كور په كور سروے پرانسته وكړه۔ بي آئي اېس پي د بلوچستان قلعه سېف الله او كېچ ضلعو په شمول ټولو صوبو كښې 12 پائلټ ضلعو كښې د كور …
د بلوچستان كېچ ضلع كښې د كور په كور سروے پرانسته وشوه
اسلام آباد ۔ 20 فروری (اے پی پی) د بي آئي اېس پي چيئرپرسن او د قامي اسمبلۍ غړې ماروي مېمن د ګل په ورځ كېچ كښې د يوې اولسي غونډې په مهال د ټولو سټېك هولډرز په موجودګۍ كښې د كور په كور سروے پرانسته وكړه۔ بي آئي اېس پي د بلوچستان قلعه سېف الله او كېچ ضلعو په شمول ټولو صوبو كښې 12 پائلټ ضلعو كښې د كور په كور سروے پرانسته كړې۔ د سروے ابتدائي پراؤ به د روان كال تر مئي پايې ته ورسي۔ دې څخه وروستو به د روان كال اګست مياشت كښې ټول هېواد كښې سروے پېل كړے شي۔ د بي آئي اېس پي مشرې غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل د سروے ډلې به د بلوچستان هر كور ته ځان رسوي۔ د وزیراعظم نواز شریف د هداياتو ترمخه دا خبره به باوري كولې شي چې كومه مستحقه مېرمن سروے څخه پاتې نه شي۔ دې کېچ كښې امن وضعه ښه كولو له د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه او ځائي انتظاميې ته ئې د سروے ډلو امنيت ټينګولو امر وكړو









