اسلام آباد 20 فروري(اے پي پي)د مسلم لیګ (ن) لارښودې مائزہ حمید وئيلي دي وزیر اعظم محمد نواز شریف د ترهه ګرو په ضد د بې امتيازه كاروائۍ عزم لري۔ راډيو پاكستان سره خبرو كښې دې ووئيل مسلم ليګ (ن) چې د پاكستان واك اختيار ترلاسه كړو نو هېواد د لوډشېډنګ او ترهه ګرۍ مسئلو سره مخ ٶه ۔ د هېواد واك ترلاسه كولو سره وزیراعظم محمد نواز شریف دا …
وزیر اعظم محمد نواز شریف د ترهه ګرو په ضد بې امتيازه كاروائۍ له عزم لري۔ مائزہ حمید
اسلام آباد 20 فروري(اے پي پي)د مسلم لیګ (ن) لارښودې مائزہ حمید وئيلي دي وزیر اعظم محمد نواز شریف د ترهه ګرو په ضد د بې امتيازه كاروائۍ عزم لري۔ راډيو پاكستان سره خبرو كښې دې ووئيل مسلم ليګ (ن) چې د پاكستان واك اختيار ترلاسه كړو نو هېواد د لوډشېډنګ او ترهه ګرۍ مسئلو سره مخ ٶه ۔ د هېواد واك ترلاسه كولو سره وزیراعظم محمد نواز شریف دا عزم كړې ؤه چې د ترهه ګرۍ لعنت به ختمولي شي او په دې لړ كښې د هېواد د تولو سياسي ګوندونو سره د مشاورت نه پس ضرب عضب عمليات پېل كړې شوي چې په سوب ئې د قطبي وزيرستان پشمول زياتره سيمه كښې د امن وضعه ښه شوې ۔ مائزہ حمید ووئيل د حكومت د غوره پاليسو په سوب پاكستان د پرمختګ په لاره روان شوې٬ سټاك اېكسچېنج انډېكس بام ته رسېدلې او په لوډشېډنګ تر كافي حده قابو موندلې شوې۔ دې ووئيل بهرني سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كاري كوي او دا هر څه د پاكستان دښمنه قواؤ څخه نه ليدلې كېږي او د ترهه ګرۍ د كاروائي د لارې پاكستان غېر مستحكم كول غواړي










