د بين الپارلماني يونين صدر ګېبرېلاكيووس بېرن ګوادر ته ورسېده

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د بين الپارلماني يونين صدر ګېبرېلاكيووس بېرن سناتور مرزا محمد اپريدي او د سېنېټ لوړ پورو سره ګوادر ته رسېدلے ده۔ په ګوادر كښې سناتورې كهده بابر د پلاوي هركلے وكړو۔ د دورې په مهال به پلاوي ته په ګوادر بريفنګ وركولې شي۔ د يادونې وړ ده چې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په بلنه د آئي پي يو صدر د پاكستان په دوره ده