صدر مملكت ډاكټر عارف علوي اېمرجنګ ټېكنالوجيز لپاره د ټاسك فورس له مخې د انټرنېټ ووټنګ پحقله د ذيلي كمېټۍ جوړولو ستائنه وكړه

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي اېمرجنګ ټېكنالوجيز لپاره د ټاسك فورس له مخې د انټرنېټ ووټنګ پحقله د ذيلي كمېټۍ جوړولو ستائنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل دې اقدام سره به بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو لپاره د باور وړ او د وېرې او خطر نه غېر د انېټرنېټ ووټ (آئي ووټنګ) كاسټ كول باوري كولو او د سپېځلې ډول د ووټ رازداري په ځائ ساتلو لاره هواره شي٬ د انفارميشن ټيكنالوجي اېنډ ټيلي مواصلات وزارت (اېم او آئي ټي)د صدر په امر بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو لپاره د انټرنېټ ووټنګ (آئي ووټنګ) د اېمرجنګ ټيكنالوجيز د يوې نوې ستن په توګه شامل كړې ده٬ د آئي ووټنګ پحقله ذيلي كمېټي به بهر هېواد كښې د مېشته پاكستانيانو مرستې نه علاوه د بېلټ رازدارۍ او حفاظت هم باوري كوي۔ ذيلي كمېټۍ د نادرا چيئرمېن، د انفارمېشن ټېكنالوجۍ ډائريكټر جنرل، د ټاكنو كمېسون او٬ د اېچ اي سي ، د اېم او آئي ټي ټي او نسټ په نمائندګانو مشتمل ده