اسلام آباد 20 فروری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن تر ډېرې مودې د انسانیت خذمت کوونكو ادارو جوړولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي رنګ، نسل ، مذهب او د ملت فرق نه غير سماجی خذمت اصل خذمت دے۔ اولس مشر دا خبره په ایوان صدر كښې د لائنز کلب انټرنېشنل چارواكو سره ملاقات كښې كړې ۔ د ملاقات په مهال اولس مشر ووئيل پاکستان د انسانيت …
د انسانیت خذمت کو,نكو ادارو جوړولو ته اړتيا ده، رنګ، نسل ، مذهب او د ملت فرق نه غير سماجی خذمت اصل خذمت دے۔اولس مشر ممنون حسېن
اسلام آباد 20 فروری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن تر ډېرې مودې د انسانیت خذمت کوونكو ادارو جوړولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي رنګ، نسل ، مذهب او د ملت فرق نه غير سماجی خذمت اصل خذمت دے۔ اولس مشر دا خبره په ایوان صدر كښې د لائنز کلب انټرنېشنل چارواكو سره ملاقات كښې كړې ۔ د ملاقات په مهال اولس مشر ووئيل پاکستان د انسانيت خذمتِ او د شتمندو ولولې لرلو په روایت نړې كښې په وړمبني لمبر دے ۔ ده ووئيل د حاجت مندو مرسته د انسانیت معراج دے او بايد شتمند او ادارې يو موټې شي او د اولسي ښېګړو پروژو كښې برخه واخلي۔ اولس مشر پاکستان كښې د لائنز کلب خذمات ستائلو سره ووئيل د پاکستان غیر مراعات یافته طبقو او حاجت مندو له د بنیادی اسانيو وركولو په لړ كښې لائنز کلب مهم کردار ترسره كوي ، د نسل ، مذهب او ملت فرق نه غير د لائنز کلب سماجی خذمات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د پاکستان پسماندہ طبقو خذمت له به عمر له د ایوان صدر مرسته لائنز کلب ته ترلاسه وي۔ په دې مهال اولس مشر ته د لائنز کلب لخوا هيډ آف اسټيټ ميډال هم وركړې شول۔









