کراچی ۔ 18 فروری (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي ترهګر د پرمختګ لاره نيولې نه شي۔ پاكستانې اولس به يو موټې كېدو سره د پرمختګ په ضد هر سازش ناكامه كړي۔ ترهګر به په هر صورت ختمولې شي او د دوئي مشران به انصاف سره مخ كولې شي۔ دوئي څخه به د بې ګناه اولس د وينې قطرې قطرې حساب اخستلې شي۔ د هېواد په بېلو برخو كښې …
ترهګر د پرمختګ لاره نيولې نه شي۔ پاكستانې اولس به يو موټې كېدو سره د پرمختګ په ضد هر سازش ناكامه كړي۔ د آخري ترهه ګر تر خاتمې به عمليات دوام لري۔ اولس دې ځان د منفي سوچ خپرونكو څخه وساتي۔ د اولس مشر ممنون حسېن سندھ مدرسة الاسلام پوهنتون كښې كانووكېشن ته خطاب
کراچی ۔ 18 فروری (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي ترهګر د پرمختګ لاره نيولې نه شي۔ پاكستانې اولس به يو موټې كېدو سره د پرمختګ په ضد هر سازش ناكامه كړي۔ ترهګر به په هر صورت ختمولې شي او د دوئي مشران به انصاف سره مخ كولې شي۔ دوئي څخه به د بې ګناه اولس د وينې قطرې قطرې حساب اخستلې شي۔ د هېواد په بېلو برخو كښې روان عمليات به د آخري ترهګر تر خاتمې دوام لري۔ اولس دې ځان د منفي سوچ خپرونكو څخه وساتي۔ ده د خالي په ورځ سندھ مدرسة الاسلام پوهنتون كښې كانووكېشن ته خطاب كولو۔ اولس مشر ووئيل حكومت په سم لوري روان دے او هېواد پرمختګ كوي۔ د وفاقي او صوبائي حكومتونو د شريكې مرستې د لارې به د پرمختګ نورې موقعې رامخې ته شي۔ ده ووئيل زلمي بايد د نوې دور غوښتنو ترسره كولو له ځان چمتو كړي۔ په تعليمي نصاب كښې بايد د قامي مقاصدو ترمخه بدلون وكړې شي۔ ده ووئيل د اقتصادي راهدارۍ په روټ كښې كوم بدلون نه دے شوے۔ د اقتصادي راهدارۍ بشپړ كېدو سره به پاكستان د منطقې تر ټولو مهم هېواد جوړ شي۔ ده ووئيل كراچۍ كښې د ګرين لائن بس منصوبه به د روان كال ترپايې سرته ورسي۔ د هېواد په بېلو برخو كښې د ترهګرۍ پېښو ذكر كولو سره اولس مشر ووئيل بې رحمه ترهګرو په درځنونو عام وګړي د مرګ په خوب وده كړل۔ ده دوه ورځ وړاندې د لعل شهباز قلندر په مزار د ځانمرګې بريد او د هېواد په نورو سيمو كښې د بمي چاؤدنو پېښو كښې د شهيد شويو كورنيو ته باور وركړو چې د غم په دې وخت كښې مونږ تاسو سره يو بلكې ټول اولس تاسو سره دے۔ ده د ترهه ګرۍ پېښو كښې د شهيد شويو لوړو درجو ٬ ځپليو كورنيو له د زغم او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا هم وكړه۔ اولس مشر ووئيل د پاک چین اقتصادی راهدارۍ په شمول د پرمختګ او سوكالۍ منصوبو مېوې به تر پاكستان او چين محدود نه وي بلكې دې څخه به د منطقې نور هېوادونه هم استفاده كوي۔ ده ووئيل زمونږ دې منصوبو كښې د برخه اخستلو پېشكش قبولونكي هېوادونه د خپل پرمختګ او د خپل اولس سوكالي باوري كولې شي۔ اولس مشر په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې دا مدرسه چرته چې قائد اعظم خپل اولنۍ زده كړې ترلاسه كړې وې او د كومې په هر ګوټ كښې چې اوس هم د هغه خوشبو محسوسيږي وخت تېرېدو سره سره دا د پرمختګ پړاؤنو څخه تېرېږي۔ هيله ده چې راروانو وختونو كښې به دا لا پرمختګ وكړي او د نوي نسل د تربيې ذريعه به وګرځي۔ وروستو اولس مشر اولنې پوزيشن ترلاسه كوؤنكو طالبعلمانو ته ايوارډونه وركړل۔ په دې مهال د سندھ ګورنر هم موجود ؤ۔











