په خېبر اېجنسې كښې د ترهګرو په سرحدي چېك پوسته بريد٬ په بريد كښې د اېف سي دوه اهلكار ژوبل شوي

پېنډې 17 فروري (اے پي پي) په خېبر اېجنسې كښې د جمعې په سهار په سرحدي چېك پوسته د ترهګرو په بريد كښې د اېف سي دوه اهلكار ژوبل شوي دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې پاك پوځ د پولې د بلې غاړې د دې كارروائې په بشپړه توګه ځواب وركړې۔ د ډزو په تبادله كښې د څو ترهګرو د وژل كېدو اطلاع ده۔ د زيارت په ماښام …

پېنډې 17 فروري (اے پي پي) په خېبر اېجنسې كښې د جمعې په سهار په سرحدي چېك پوسته د ترهګرو په بريد كښې د اېف سي دوه اهلكار ژوبل شوي دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې پاك پوځ د پولې د بلې غاړې د دې كارروائې په بشپړه توګه ځواب وركړې۔ د ډزو په تبادله كښې د څو ترهګرو د وژل كېدو اطلاع ده۔ د زيارت په ماښام په سېهون شريف كښې د لعل شهباز قلندر په مزار په ځانمرګي بريد كښې د 70 كسانو د حق رسېدو او د يو نيم سل د ژوبل كېدو نه پس د تورخم پوله تر نامعلوم وخت پورې بند كړې شوې