
اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي نن د شريف كورنۍ وكيل خپل دلائل بشپړ او عدالت ته غوښتلې شوي دستاوېزات وړاندې كړل۔ پاناما دستاویزات كښې د محمد نواز شریف چرته هم نامه نشته۔ عمران خان سياسي مقاصدو له د محمد نواز شريف نامه پانامه كېس سره تړلې۔ د محمد نواز شریف وزیراعظم جوړېدل د پاكستان خوش قسمتي ده۔ نواز شریف پاکستان جوهری طاقت جوړولو سره د پاكستان دفاع مضبوط او معيشت پياوړې كړې۔ پاكستان ته مو اولنې هېلت كېئر ٬ ایجوکیشن پروګرام او د توان منصوبې وركړي دي۔ عمران خان بايد 19 مياشتو لپاره د دروغو سياست پرېدي او د پاكستان پرمختګ كښی برخه واخلي۔ او هېواد وړاندې تګ څخه منع نه كړي۔ د شورؤ په ورځ سترې محكمې څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې دې ووئيل سترې محكمې ته وزيراعظم د كېس په اړه په خپله خط ليكلې ؤ۔ هغه ستره محكمه كښې د دې كېس پرېكړې كېدل غواړي۔ دې ووئيل وزیراعظم نواز شریف د پاكستان په دويم ځل نه بلكې په درېم ځل داولس عدالت كښې ګټلې۔ وزيراعظم په عدل ټاكلې شوے وزيراعظم دے۔ ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې تر ټول لوئې د توان منصوبې پېل كړې شويدي ۔ دې ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف د ټول قام په شان د خېبر پختونخوا اولس هم خوښوي او هغه د دې صوبې اولس ته د امنيت ٬ ټرانسپورټ، روغتيا او تعليم پروګرام وركول غواړي۔