خارجه وزير شاه محمود قريشي سره افغان سفير عاطف مشعل وليدل

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي منطقه كښې امن او استحكام په افغانستان كښې امن سره تړلے دے۔ دا خبره وفاقي وزير پاكستان كښې د افغان سفير عاطف مشعل سره خپلو خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ خارجه وزير سره د مخه ښې ملاقات كولو۔ د خبرو اترو په مهال په پاك افغان اړيكو او په منطقه كښې د امن پشمول د دوه اړخيزه خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ خارجه وزير ووئيل منطقه كښې د اوږدې مودې امن او استحكام په افغانستان كښې امن سره تړلے شے۔ ده ووئيل د افغانانو ترمېنځه مذاكراتو سره به په افغانستان كښې امن لپاره لار هواره شي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان به د افغان امن عمل پشمول په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د روغې جوړې خپل كردار تر سره كوي ۔ په دې موقع افغان سفير عاطف مشعل د نېكو هيلو په څرګندونه د خارجه وزير مننه وكړه۔(GUL/ZIA/1602)