ویلنګټن 12 اګست (اے پی پی) د نیوزی لینډ وزیراعظمې جیسینډا آرډرن د كورونا وائرس وباﺀ په تندۍ سره د خپريدو له امله په 19 ستمبر د كيدونكو ټاكنو د ځنډولو اندېښنه څرګنده كړې۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د نیوزی لینډ وزیراعظمې جیسینډا آرډرن ووئيل هيواد كښې 102 ورځو راهسې د كورونا وائرس كوم نوے كيس نه دے رپورټ شوے خو د لاك ډاؤن ختميدو نه پس آكلینډ كښې د نهې په ورځ 4 نوي كيسونه رامخې ته شوي چې له امله ئې بيا لاك ډاؤن لګولے شوے چې ترمخه ئې وګړو ته تر درېو ورځو په كورونو كښې د پاتې كيدو امر شوے ۔ آكلینډ د وګړو لپاره د ماسك استعمال لازمی ګرځولے او د 10 څخه د زياتو كسانو په راجمع كيدو بنديز لګولے شوے