هند كښې د كورونا وائرس 61 زره نوي كيسونه رامخې ته شول ، د ځپلو شميره 23 لكهه 30 زره څخه زياته شوه ، 46 زره كسان مړه شول

نوې ډيلې 12 اګست (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس ریكارډ 61 زره نوو رنځورانو نه پس د ځپلو شميره 23 لكهه 30 زره څخه زياته شوې ۔ د شورو په ورځ د هند ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس د ورځې په بنياد كيسونه تر تشویشناك حد زياتيږي، د نوو كيسونو نه پس هيواد كښې د كورونا فعاله ځپليو شميره 644107 ته رسيدلې۔ د هند د روغتيا وزارت جاري شميرې له مخې ټول هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 61 زره نوي كيسونه رامخې ته شوي دغسې په دې مهال نور 834 كسان مړه شوي۔د هيواد بيلو ریاستونو كښې د كرونا زيات كيسونه رپورټ شوي۔ هند كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره په تندۍ سره زياتېږي ، مصدقه رپورټس له مخې هند كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو مجموعی شميره 2330327 ده دغسې هيواد كښې د كورونا وائرس فعال كيسونو شميره 6 لكهه 44 زره څخه زياته شوې ده