د محرم الحرام 2020ﺀ په مهال به امن له په ګډه كار كول وي

ډېرہ اسماعیل خان ۔ 11 اګست (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير سردار علي امين خان ګنډه پور وئيلي دي د محرم الحرام 2020ﺀ په مهال به د ډېره اسماعيل خان امن له مونږ ټولو له په ګډه كار كول وي۔ صوبائی حکومت د محرم الحرام انتظاماتو ته حتمي شكل وركړے۔ د ضلعې ښه والي له كار كوؤ۔ علماﺀ کرام او مشائخ دې د محرم الحرام په مهال د ورورولۍ درس وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په سرکټ ھاؤس ډیرہ اسماعیل خان كښې د محرم الحرام په لړ كښې د شيعه سني اكابرينو او د امن جرګې مشرانو په غونډه كښې وكړه۔ غونډه كښې قاری خلیل احمد سراج، مولانا قاری محمد اعجاز،حافظ عبدالمجید ګوګا خیل،خورشید احمد مدنی،راجا اختر علی،محمد صادق،لالا عبد العزیز،حاجی عبد الرشید دھپ،حلیم قصوریه،محمد حنیف پیپا، اسماعیل بلوچ،سید فیاض حسین بخاری،بشیر حسین،سید تحسین علمدار،سید انصار علی زیدی،سید غضنفر علی نقوی،مخدوم مرید کاظم شاہ،کاظم حسین،سید محمد علی،سید علمدار شاہ،سردار اعزاز خان، سید عابد حسین شاہ،سید ثقلین شاہ،مفتی حسین احمد عرفان، شیر محمد او نورو علمائے کرامو او اکابرینو ګډون كولو۔ د دې غونډې مقصد د ډېره اسماعيل خان امن ؤ ولې چې د هېواد امن د ډېره اسماعيل خان امن سره تړلے دے