بايد نېب ته د وړاندې كېدو په موقع رامخې ته شوو پیښو مخ نيوي لپاره حدود او قيود ترسره شي

اسلام آباد 11 اګست (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي لاهور كښې د مريم نواز نېب ته د وړاندې كېدو په موقع د ورمخې ته شوې پیښې څخه د لاعلمۍ څرګندونې كولو سره وئېلي دي په دې طرز عمل كومه سياسي ګټه نه كېږي۔بايد دې ډول پېښو مخ نيوي لپاره حدود او قيود ترسره كړے شي۔كوم شعور لرونكې انسان دا ډول حركت نشي كولے۔د دې پیښې به پلټنې كولې شي۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خواجه آصف د اعتراض نكتې په ځواب خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ د ختيزو رواياتو قدر كوو٬نېب ته نور لارښود هم وړاندې شوي٬ پخوا داسې كومه پېښه نه ده رامخې ته شوې۔د دې به بشپړه پلټنې كولې شي ۔ده ووئېل مونږ به په دې حقله معلومات ترلاسه كولو سره اصل حقائق وړاندې كوو ٬ بايد په داسې حالاتو كښې ټول د زغم خرګندونه وكړي