اېكسپورټرز لپاره د 180 ارب روپو تاريخي پېكج بېل كړې شوې

لاهور۔16 فروری(اے پی پی ) د تجارت او صنعت وفاقي وزير خرم دستګير خان وئيلي چې اېكسپورټرز لپاره د 180 ارب روپو تاريخي پېكج بېل كړې شوې كومو كښې چې 162 اربه روپۍ ټېكسټائل انډسټري لپاره دي۔ حكومت د صنعتكارو مسئلو نه ښه خبر دے۔ په تېرو 8 مياشتو كښې ئې د صنعتكارو د 50 ارب روپو سېلز ټېكس ريفنډ كړې۔ او كومې چې باقي پاتې دي هغه به هم …

لاهور۔16 فروری(اے پی پی ) د تجارت او صنعت وفاقي وزير خرم دستګير خان وئيلي چې اېكسپورټرز لپاره د 180 ارب روپو تاريخي پېكج بېل كړې شوې كومو كښې چې 162 اربه روپۍ ټېكسټائل انډسټري لپاره دي۔ حكومت د صنعتكارو مسئلو نه ښه خبر دے۔ په تېرو 8 مياشتو كښې ئې د صنعتكارو د 50 ارب روپو سېلز ټېكس ريفنډ كړې۔ او كومې چې باقي پاتې دي هغه به هم ډېر زر ريفنډ كړي۔ صنعتكار كه خپل اېكسپورټ زيات كړي نو دا پېكج 300 ارب روپو نه زياتېدې هم شي۔ ده د زيارت په ورځ آفيسرز كلب جي او آر كښې 5 م فېډرل ټېکسټائل بورډ غونډې ته خطاب كولو۔ په غونډه كښې د كامرس سېكتر عظمت رانجھا ٬ د ټېكسټائل سېكتر حسن اقبال ٬ د اپټما چیئرمین عامر ریاض ٬ د رېډي ګارمنټس چیئرمین اعجاز کھوکھر ٬او نورو اړوند چارواكو ګډون كولو۔ وفاقي وزير ووئيل د فېډرل ټېكسټائل بورډ جوړولو مقصد د فېكټرو مسئلې حل كول او حكومتي پالېسي عملي كول دي۔ ده ووئيل د اېکسپورټرز پخوانۍ مسئله برېښنا او ګاز په ارزان نرخ وركول دي۔ په دې اړه د روان كال په جنورۍ مياشت كښې وزیراعظم نواز شريف د 180 ارب روپو ټېکسټائل پېکېج وركړې ؤ دغسې چې د اېکسپورټرز مسئلې هوارې كړې شي۔ په دې مهال راروان مالي كال لپاره ټولو سېټېك هولډرز وړاندېزونه وركړل د كومو چې وفاقي وزير ستائنه وكړه۔