بغداد 11 اګست (اے پی پی) عراق كښې د امریكې په عسكري ډلې بريد شوے ۔ د الاخباریه له مخې د عراق ميډيا ووئيل د عراق الناصریه صوبه كښې د امریكې پوځ يوه لاجسټك ډله په نښه كړې شوې۔ د امریكې پوځي ډله ذیقار صوبې ناصریه ښار څخه بصره پلو رورانه وه۔ تر اوسه د چاؤدنې له امله د كوم مالي يا ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې